د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

د ازادۍ راډیو د ۱۳۹۰ لمریز کال شخصیت ولمانځل شو

شهزادګۍ هندیا په بېلابېلو هېوادونو کې بسپنه ټولوي او د ډیرو ستونزو په ګاللوسره هغه افغانستان ته راوړي او دلته یې د بیوزلو ماشومانو په روزنه لګوي، د شهزادګۍ هندیا دا کار له تیرو څو لسیزو راهیسې دوام لري او ژمنه یې کړې چې د بیوزلو افغان ماشومانو لپاره به دا فعالیت همداسې جاري ساتي. د ښځو چارو وزیرې حسن بانو غضنفر څرګنده کړه، چې په معنوي لحاظ د هغو اشخاصو ستاینه چې هغوي په ملي سطح په بېلابېلو برخو کې رغنده کارونه کوي له ډیر ارزښت څخه برخمنه ده او له دې سره نور خلک هم د ملي کارونو ترسره کولو ته هڅول کیږي: "دا شخصیت زموږ د هېواد تر ټولو غوره شخصیت دی، دا د شاه امان الله یوه نښه ده چې نن له موږ سره دلته ده واقعا د ویاړ ځای دی. له ازادۍ راډیو نه هم غواړم، د ښځو لپاره چې کومې خپرونې لري نورې یې هم زیاتې کړي او زه یې له ښو پروګرامونو څخه مننه کوم". ازادۍ راډیو له تیرو پنځو کلونو راهیسې د نوروز یا نوي کال په ورځ د تیر کال غوره شخصیت معرفي کوي، له شهزادګۍ هندیا مخکې د ننګرهار والي ګل اغا شیرزی، اوسنۍ سناتوره انارکلي هنریار، د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست او مشهور افغان سندر غاړی فرهاد دریا د غوره شخصیتونو په توګه معرفي شوي دي.

XS
SM
MD
LG