د افغان حکومت له خوا ټاکل شوي پلاوي د تیر کال د عاشورا په مراسمو کې د ځان وژونکې حملې په اړه خپل راپور د سې شنبې په ورځ په کابل کې خپور کړ.
دې پلاوي د خپل راپور د وړاندې کولو پر وخت وویل، چې دغه حمله په پاکستان کې پلان شوې وه او د دې هېواد استخباراتي ادارو ورسره همکاري کړې وه.
د دې راپور نتیجې داسې ښيي، چې په کابل کې د عاشورا په مراسمو کې د ځان وژونکې حملې پلان په پیښور کې د پاکستان د استخباراتي ادارو په همکارۍ جوړ شوی وو.
په کابل کې د تیر کال د عاشورا په مراسمو کې یوې ځان وژونکې حملې چې د مراد خانې په سیمه کې د ابوالفضل زیارت مخې ته وشوه، شا او خوا 80 کسان یې ووژل او یونیم سل تنه نور یې ټپیان کړل.
د افغانستان لوی څارنوال محمد اسحاق الکو، چې د دې پلاوي مشر دی، د سې شنبې په ورځ په کابل کې د ملي امنیت په عمومي ریاست کې خبریالانو ته وویل، چې څېړني یې له پیښوره پيل کړي وې.
ښاغلی الکو وايي، چې حمله د پاکستان د استخباراتي ادارې په همکارۍ شوې ده:
“په پاکستان کې د جنګوي په نوم د طالبانو یوې ډلي هغه وخت اعلان کړی وو او د حملې مسئولیت یې اخیستی وو، ممکن هلته وي، خو د ګاونډي هېواد د استخباراتي ادارو تر څارنې او ادارې لاندې دغه کار شوی دی.”
افغان ولسمشر حامد کرزي تر دې حملې وروسته د څېړنو لپاره د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو، د ملي امنیت او د چارو د ادارې څخه یو ګډ پلاوی وټاکه، چې مشري یې لوی څارنوال کوله.
دې پلاوي وویل، چې معلوماتو ورکولو لپاره یې پنځه میلیونه افغانۍ انعام ټاکلی وو.
ښاغلي الکو وویل، چې ځان وژونکی حمله کوونکی له پیښور څخه د رحیم ګل په لارښوونه جلال اباد او بیا تر کابل د حملې تر سیمي د حبیب الله په نوم یو کس بیولی وو، چې دواړه کسان نیول شوي دي.
د ملي امنیت د عمومي ریاست ویاند لطف الله مشل په دې غونډه کې وویل، چې د حملې پلان په پيښور کې جوړ شوی وو:
"پلان په پیښور کې جوړ شوی وو، یوکس د طورخم نه تر جلال اباده انتقال کړی وو او بل کس له تر کابله په ۲۰۰۸کرولا کې راوستی وو تر ابوالفضل زیارته پورې، چې تر څو د امنیتي ځواکونو شک هم پرې رانشي."
په افغانستان کې دا لومړی ځل وه، چې په مذهبي مراسمو کې دا ډول خونړۍ پیښه وشوه او مسؤلیت یي د لشکر جنګوي په نامه یوې افراطي ډلې په غاړه اخستې وو.
د افغان چارواکو په وینا د دې حملې اساسي هدف په افغانستان کې د مذهبي شخړو رامنځ ته کول وو.
افغان چارواکو تر دې پخوا هم پاکستان په افغانستان کې په لاسوهنو تورن کړی وو، چې وسله وال مخالفین هلته روزي او بیا یې د جنګ لپاره افغانستان ته رالیږي.
همدارنګه نړیوالي ټولني هم پر پاکستان په وار وار انتقادونه کړي، په وروستیو کې د امریکا د دفاع وزیر وویل، چې نور د پاکستان ناسم سیاست د نړیوالو د زغم کاسه ډکه کړې ده.
خو پاکستان بیا دغه ډول خبري ردوي.
معصوم میوند- کابل