د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۴

یو افغان ملي سوداګرسل ځوانان د لوړو زده کړو لپاره بهرته لیږي


د کندهار یو ملي سوداګر په خپل شخصي لګښت ۱۰۰ تنه ښځینه او نارینه ځوانان بهر ته د لوړو زده کړو لپاره استوي.

حاجي حکمت الله ښادمن، چې خپله هم ۲۵ کلن ځوان دي وایي، چې د ځوانانو د پرمختګ لپاره هر ډول مادي او معنوي مرستې ته چمتو دی.

ښاغلي ښادمن د ازادۍ رادیو سره په خبرو کې وویل، چې د همدغه هدف لپاره د ښادمن ګام په نوم یوه حرکت پیل کړي او په لومړي قدم کې غواړي د دولسم ټولګي ۵۰ تنه ښځېنه او نارینه فارغین د طب او انجنرۍ په برخه کې هندوستان هېواد ته واستوي.

د نوموړي په وینا په په دې برخه کې ۵۰ تنه نور ځوانان به د دیني زده کړو لپاره د هند دیو بند او د مصر الاظهر پوهنتونو ته واستوي:

"موږ به د یوې خاصې ازموینې وروسته دغه ځوانان انتخاب کړو زما غوښتنه د محترمو دیني عالمانو او ښوونکو څخه دا ده، چې زموږ سره په دې پروګرام کې پوره پوره مرسته وکړي."

دغه ملي سوداګر همدا راز وایې، چې څو ورځې مخکې یې د لسګونو ځوانانو ترمنځ د ځغاستي سیالۍ جوړه کړه وه، چې هدف يې د اخلاقي فساد پر ضد د ځوانانو مبارزه وه.

نوموړی وایي، چې په یوه بل قدم کې ځوانانو ته د کار امکانات برابروي او هغوي ته د قرضې په ډول یوه اندزه پیسې ورکوي:

"د بېکاره ځوانانو لپاره یو بل پروګرام لرو هر کس ته د دوي د غوښتنې مطابق یوه اندازه پیسې ورکوو، ترڅو دوي د ځان لپاره یو کار برابر کړي."

حاجي حکمت الله ښادمن وایي، چې د خلکو سره دغه همکاري د یوه افغاني احساس پر اساس کوي د نوموړي په وینا ډیر ژر به په کندهار کې د کلیوالې شپې په نوم د زرګونو کسانو په ګډون یو داسې پروګرام جوړ کړي، چې پر اساس به یې خلکو ته د کندهار پخواني دودونه او عنانات ور یاد کړي.

محمدصادق رښتینی ـ کندهار
XS
SM
MD
LG