د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

د پښتو ژبې ځوانه سندرغاړې غزاله جاوید ووژل شوه


غزاله جاوید
غزاله جاوید
پر نوموړې د دوشنبې او سې شنبې ترمنځ شپې ماخوستن مهال د پيښور ښار په ډبګرۍ بازار کې وسله وال برید وشو، چې په ترڅ کې یې ځای پر ځای ووژل شوه.

په دغه برید کې د هغې پلار جاوید هم وژل شوی.

د غزالې مشرې خور فرحت جاوید پولیسو ته ویلي، چې قاتلین يې په خپلو سترګو لیدلي او پوهیږي چې دا کار چا کړی.

فرحت جاوید د پولیسو اړوندې تاڼه کې پر درېيو تنو د خپلې خور و پلار د قتل دعوی کړې او ویلي يې دي، چې په برید ګرو کې يو يې هم د غزالې پخوانی خاوند ملک جهانګیر و، چې لا له وړاندې يې غزالې ته د مرګ اخطارونه ورکول.

غزاله جاوید چې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې له ملک جهانګیر نومي کس سره واده وکړ، خو بیا وروسته د دواړو ترمنځ اړیکې خرابې شوې چې په نتیجه کې يې عزالې د محکمې په مرسته له نوموړي نه طلاق واخیست.

که څه هم د محکمې له پریکړې څو میاشتې تیریږي، خو فرحت جاوید وايي، د غزالې پخوانی خاوند ملک جهانګير پر دې کار خپه و او غزالې ته يې ویلي و، چې یا خو دې بیرته ورسره یوځای شي کنه نو وبه يې وژني.

د ډبګرۍ تاڼې امنيتي مسوولینو د روغتون د ډاکترانو له قوله ویلي،چې غزاله پر سینه او خیټه شپږ ډزه او پلار يې څلور ډزه لګیدلی.

پولیس وايي، پر دواړو د کلاشنکوف ډزې شوې.

غزاله جاوید د خیبر پښتونخوا د سوات سیمې اوسیدونکې وه، خو له تیرو څو کلونو راهیسې په پيښور کې دیره وه.

نوموړې له اصله نڅاګره وه او درې څلور کاله وړاندې يې سندرې ویل پيل کړل.

نوموړې تر واده وروسته د موسیقۍ نړۍ ته مخه ښه کړې وه، خو له خاونده تر بیلیدو وروسته يې یوارې بیا دې ډګر ته مخه کړه او څو نوې سندرې هم يې ثبت کړې.

دلته يي هغه سندره اوریدلای شﺉ چې د خلکو په زړونو کې ډیر ځای نیولای وو

غزاله جاوید:لږ مې پوهه کړه جانانه

XS
SM
MD
LG