د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۷

په افغانستان کې دې د بریتانوي عسکرو ښه ملاتړ وشي


″د امریکايي عسکرو پر پوسته وروستۍ حمله په حقیقت کې تر هغه چې په لومړیو رپوټونو کې ویل شوي وو، ډيره ناوړه وه.″

دا پر افغانستان د واشنګټن پوست د تازه ګڼې د یوې تحلیلي مقالې سرلیک دی. د واشنګټن پوست اشاره په خوست کې د پاکستان پولې ته نږدې د دریو اونیو مخکې حملې ته ده.

د حملې لپاره چاودیدونکي مواد په یوه لارۍ موټر کې ځای پر ځای شوي وو.

امریکايي چارواکو په دې چاودنه کې د دوو امریکايي عسکرو وژل کیدل او د لس هاوو نورو د زخمي کیدو خبر تایید کړی و.

ورځپاڼه لیکي، وروسته وویل شول، چې تر سلو زیات امریکايي عکسر سر سري زخمیان شوي وو او روغتیايي مرکزونو ته ولیږدول شول.

په چاودنه کې د پینځو ملکي کسانو د وژل کیدو هم ویل شوي وو.
واشنګټن پوست لیکي، د دې پيښې په اړه د وروستیو او لومړیو رپوټونوترمنځ ډير توپیر وو.

د واشنګټن پوسټ په حواله، د پيښې په اوله ورځ د نړیوالو ځواکونو اعلامیې خبر ورکړ، چې افغان او امریکايي ځواکونو وسله وال حمله په شا کړي دي او د خوست د پوځي اډې امنیت ټینګ شوی دي.

د ایساف په دې اعلامیه کې د تلفاتو شمېر نه و راغلی او دا هم نه وه ویل شوي، چې چاودیدونکي مواد په لارۍ کې پټ شوي وو.

خو د ورځپاڼې په لیکنه، د جمهور ریس بارک اوباما ادارې د خبر له ترلاسه کولو سره سم، دا په پاکستان کې د میشتو وسله والود فعالیت یوه نوې بیلګه وبلله.

د واشنګټن پوست په وینا، دې حملې څرګنده کړه، چې پاکستان څرنګه له خپلو پولو د داسې حملو پلان کیدو ته اجازه ورکوي.

دې مسلې د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ د نړۍ په سطح لانجې را پورته کړې دي.

بله امریکايي ورځپاڼه (USA Today) په یوه مقاله کې لیکي:

″په عراق او افغانستان کې د زرهي وسایطو د اخیستلو لپاره د پنټاګون له لوري د ۴۵ ملیاردو ډالرو د پانګونې پریکړه ځکه وستایل شوه، چې د زرهاوو امریکايي عسکرو ژوند یې ژغورلی دی.″

د دې زرهي وسایطو مخکنۍ برخه د چاودنو زور دفع کولای شي او د (هاموي) زرهي موټرو په مقایسه لس برابره خوندي ثابت شوي دی.

د بریتانیې چاپ (The Sun) ورځپاڼې هم د زرهي موټرو د موثریت په اړه لیکنه کړې ده.

ورځپاڼه وايي، چې د ″فاکس هاوند″ په نوم لومړی زرهي موټر تیره اونۍ افغانستان ته ورسید او لږترلږه درې سوه نور هم استول کیدو ته تیار شوي دي.

ورځپاڼې د بریتانې د دفاع د وزیر ″فلیپ هامونډ″ له خولې لیکلي دي، چې دا په افغانستان کې د بریتانوي عسکرو لپاره ښه زیری دی.

د دفاع وزیر زیاته کړې ده، چې د بریتانیې حکومت په افغانستان کې د خپلو عسکرو د زیات مصونیت لپاره پردې عصري زرهي موټرو لږترلږه ۲۷۰ ملیونه پونډ ولګول.

د دفاع وزیر فلیپ هاموند دا د خپلو عسکرو لپاره لوی خدمت بللی دی او ویلي دي: په افغانستان کې د میشتو بریتانوي عسکرو باید د امکان تر حده ښه ملاتړ وشي.
XS
SM
MD
LG