د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۶

د غزني د پروژو د بشپړولو په هکله اندېښنې پر ځای پاتې دي


افغان حکومت او بهرنیو مالي مرسته کونکو د غرني تاریخې ښار د بیارغولو لپاره ډیرې پیسي ورکړي دي؛ خو د بیارغوني څرک په کې چندان نه تر سترګو کیږي. ټاکل شوی ده، چې په دوه زره دیارلسم کال کې به غزني د نړۍ له دریو اسلامي کلتوري مرکزونو څخه د یوه په توګه غوره شي.

خو په دې اړه اندیښنې ډیرې زیاتې دي، چې دا ښار به تر راتلونکې کاله هغسې چې تمه کیږي ونه رغول شي.


د غزني تاریخې ښار په خپلو له خزانو ډکو منارو، لویو کتابتونونو، جوماتونو او برجور بالاحصار سره یو وخت د اسلامي تمدن او کلچر یو لوې مرکز ګڼل کیده. خو چې کله یې نن ووینی هیڅ به دې په تصور کې هم رانه شي؛ چې دا ښار یو وخت د یوې لویې امپراتورۍ مرکز و، چې د قدرت واګې یې د اوسنۍ نقشې په اساس په ختیځ کې تر هنده او په لویدیځ کې تر ایرانه رسیده.

غزني په لغت کې د قیمتي ګاڼې یا ګوهر په معني ده، خو اوس بڼه هغه پخوانۍ بڼه نه لري او دا ښار اوس د شخړو او ناخوالو سره لاس اوګریوان دی.

د دې سیمې خلک په ویره کې شپی سبا کوي، بریښنا نه لري، کافي اوبه نه ورسییږي او د کانالیزیاسیون یا ناپاکو اوبو د ایستلو سیسټم هم نه لري.

کله چې په دوه زره اوم میلادي کال کې د اسلامي تعلمیاتو، ساینس او کلتور سازمان یا ایسسکو غزنې د دوه زره دیارلسم کال لپاره د یوه اسلامي کلتوري مرکز په توګه غوره کړ؛ ډېرې هیلې په غوړېدو شوې، چې ښایي دا سیمه به بېرته ورغیږي.

خو په داسې حال کې چې داسې یوه وخت ته څه کم یو کال پاتې دی؛ ویره پردې هیلو غالبه شوې ده، چې ښایي دې ولایت ته نه پاملرنه او بې امنۍ به د دې مناسبت د لمانځلو مخنیوی وکړي.

ایسسکو هر کال د اسلامي کلتوري مرکزونو د پیژندګلوۍ لپاره د خپلو هڅو په لړ کې په نړې کې درې ښارونه غوره کوي او د عربي، افریقايي او اسیایي هیوادونو لپاره یې د اسلامي کلتوري مرکز په نوم نوموي.

خو یو شمېر افغان چارواکي په دې اندیښمن دي، چې که نورې تیارۍ بشپړې نه شي، نو غزني به د راتلونکي میلادي کال په اګست کې دې ته تیار نه وي، چې د اسلامي کلتوري مرکز په توګه د غوره کېدو په ویاړ جشن په کې جوړ شي.

اشرف غیرت چې په غرنې کې خبریال دی، ولایتي حکومتي چارواکي په دې برخه کې پر ناسمو اقداماتو ګرم بولي او وایي، پر هغو پروژو چې د غزني ښار د بیا رغولو لپاره پلان شوی تر اوسه نه دی پیل شوی.

″متاسفانه په تیرو څو کلونو کې چې باید په دې پروژو کار شوي وای چا ورته پاملرنه هم نه ده کړي.″

غیرت وايي، بې امني هم د دې هڅو مخه نیسي او ادعا کوي، چې د غرني له نولس ولسوالیو څخه یواځې درې یې د حکومت په لاس کې دي او نورې ټولې د طالبانو په ولکه کې دي.

دا اندیښنې ښایي، چې د غرني د رغولو پروژې به په خپل وخت بشپړې نه شي مخ په زیاتیدو دي. د افغانستان د پارلمان مشر عبدالروف ابراهیمي د غرني والي او د اطلاعاتو او کلتو وزیر د جون په دریمه احضار کړل او وروسته له ساعتونو پوښتنو ابراهیمي دې نتیجې ته ورسید؛ چې دې دواړو مشرانو ډیرې تیروتنې کړي او په دې اړه یې د یوې ازادې څیړنې امر ورکړ.

هغه وویل :

″باید یو اختصاصي کمیسیون د دې موضوع په اړه څیړنه و کړي.″

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د غزنې د پخواني برم د ښوونې لپاره په دې ولایت کې د بیا رغوني د پینځه شپيتو پروژو طرح جوړه کړې.

غزني په لسمه میلادي پیړۍ کې د سلطان محمود غزنوي د واکمنۍ په وخت د برم او پرتم مدارجو ته رسیدلی و او د اسلامي نړۍ د شاعرانو او عالمانو لپاره د قدر وړ یو اسلامي مرکز ګنل کېده.

د بیارغوني په دې پلان کې د یوه هوايي ډګر د جوړېدو، د یو نیم سل کیلو متره سړک د پخولو، د برېښنا د مکملې شبکې، د اسلامي کلتوري مرکز لپاره د یوه موزیم او د زرو بهرینو میلمنو لپاره د اوسیدو د ځای د برابرولو او د سلو ورانو شویو تاریخې ځایونو د بیا رغولو پلانونه هم شامل دي.

د غرني والي موسی خان اکبرزاده د بیارغونې د کارونو د ځنډیدو په برخه کې بې امني لوی خنډ بولي او وایي، په دې برخه کې موظفو وزارتخانو ته حکومت په کال کې لس ملیونه ډالره ورکوي، خو دوی دا بودیجه نه ده لګولي او بېرته یې کابل ته مسترده شوې ده.

″د دوه زره اوم میلادی کال راهیسې تر ننه یو وزارت هم غزني د خپلې یوې پروژې په توګه نه دی منلی. اوس هم که تاسو بودیجوي لست وګورﺉ، تاسو به یو وزارت هم ونه وګورﺉ چې په خپلو کارې پروژو کې یې غزني وي.

د مثال په توګه تاسو به ونه ګورﺉ چې د حج او اوقافو وزارت دې هلته یو جومات جوړ کړی وي او یا دې د فواید عامې وزارت د کوم سړک د جوړولو تکل کړي وي. هیڅ وزارت متاسفانه د غزني په ارتباط یوه پروژه هم نه ده اخیستی.″

اکبر زاده دا مني، چې د غزني د بیا رغولو لپاره له پینځه شپیته پروژو څخه ډیرې یې نه دي بشپړې شوي او وایي، دې ته مجبور دی چې نیمايي پروژي لغو کړي.

اکبر زاده وایي، تقریباً پنځوس کیلومتره سړک جوړ شوی او ډیرې تاریخي ودانۍ هم رغول شوي دي، خو د غزني د هوايي ډګر او اسلامي کلتوري مرکز د جوړلو کار په څو تیرو اونیو کې په جدیت سره پیل شوی دی.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر، سید مخدم رهین، وایي د افغانستان اوسنی حالات بې ثباته دی، خو دی اعتراف کوي، چې د ده په ګډون ډیرې موسسې باید خپله ملامتي ومني، خو دی په دې هم ټینګار کوي، چې لا هم په غزنې کې د چارو د سرته رسولو لپاره کافي وخت شته.

″انشااله. بیا هم هر غفلت چې له هر چا شوی، شوی دی، نو اوس فرض وکه چې داټول غفلت له ما څخه شوی، خو لاهم وخت لرو. زموږ درد ډیر لوی درد دی. موږ له خپلو تیروتنو زده کړل، خو ښه خبره دا ده، چې لا هم وخت ډیر کم نه دی.″

فریده هوډ سیفي
XS
SM
MD
LG