د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۸

د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ د خبرو دریم پړاو په مسکو کې پیلیږي


ایران د نړۍ له شپږو قدرتونو سره په تیرو خبرو کې چې په اسټانبول او بغداد کې ترسره شوې، په دې ونتوانید، چې دغو هېوادونو ته قناعت ورکړي، چې اټمي پروګرام یې سوله ییز دی.

د اځل مسکو چې د دریم ځل خبرو کوربه دی او له تهران سره ښې اړیکې لري، هڅه کوي، چې ایران دی ته راضي کړي، چې د خپل اټمي پروګرام په اړه شفافیت وښیي.

د روسیی د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال سرګي ریابکوف وویل، ځیني دلایل شته، چې د مسکو په خبرو کې به نور ګامونه پورته شي.

د فرانسپرس خبري اژانس د راپورله مخې په مسکو کې ناکامي به ښایي؛ د مذاکراتو پروسه مختله کړي، چې په نتیجه کې به یې دغه بحران پیچلی او ښایي د ایران پر اټمی تاسیساتو د اسرایل د هوایي حملو ګواښ هم زیات کړي.

ایران په اوس وخت کې پرڅو اساسي شرطونو ټینګار کوي. پر دې هیواد د لګول شویو بندیزونو لیرې کول او د ملکي اهدافو لپاره د یورانیمو د غني کولو د حق لرل.

د نړۍ له شپږو قدرتونو، متحدو ایالتونو، روسیې، بریتانیا، فرانسې، چین او جرمني سره په خبروکې د ایران استازی سعید جلیلي د روسیې له ټلویزیون سره په خبرو کې وویل، ایران تمه کوي، چې د اټمي تکنالوژۍ د لرلو په تیره بیا د یورانیمو د غني کولو حق یې باید په رسمیت وپیژندل شي او درناوی یې وشي.

جلیلی وویل، ایران به له خپل لوري د اټمي تکنالوژۍ د نه پراختیا په مساله کې همکاري وکړي. د هغه په وینا که دغه دوه مسالې حل شي، نوپه خبرو کې به پرمختګ وشي.

د جرمني ″ډي. پي. اې″ خبري اژانس د لویدیځو ډیپلوماټانو په حواله وایي؛ چې دوی د مسکو خبرو ته چندان هیله من ځکه نه دي، چې ایران تراوسه پورې له هغو ځایونو څخه چې ویل کیږي؛ له اټمي وسلو سره اړیکه لري، کتنې ته اجازه نه ده ورکړې.

خوله دغې بدبیني سره سره دوی د دی یادونه هم کړې، چې ایران غواړي له لویدیځو هیوادونو سره لږترلږه، ترشل فیصدو پورې د یورانیمو د غني کولو پر مسالې خبرې وکړي او په مقابل کې به یې هم د تکنالوژۍ په برخه کې د همکاری غوښتنه وکړي.

د ایران د اټومي لانجې په اړه په مسکو کې دغه خبرې څه کم دوه اونۍ مخکې تردې ترسره کیږي؛ چې د دې هیواد د تیلو پرصادراتو د اروپایي اتحادیې بندیزونه د جولای له لومړۍ نیټې عملي کیږي.

ایران او روسیه غواړي، چې له دغې نیټې مخکې په خبرو کې یوپرمختګ وشي څو لویدیدیځ د نویو بندیزونو پریکړه عملي نه کړي.
XS
SM
MD
LG