د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۸

شل تنه بهرني اتباع له جعلي پاسپورټونو او ویزو سره وینول شول


د کورنیو چارو د وزارت له جنایي جرایمو سره د مبارزې عمومي رییس سید عبدالغفار سید زاده
د کورنیو چارو د وزارت له جنایي جرایمو سره د مبارزې عمومي رییس سید عبدالغفار سید زاده
له کلونو راهیسې له قاچاقي لارو بهرنیو هیوادونو ته د افغانانو د تلو راپورونه ورکول کیږي؛ خو دا ځل پولیسو یو شمېر هغه بهرنیان نیولي دي، چې کابل ته قاچاق شوي وو.

د کابل د پولیسو په وینا په دغو شلو تنو کې یې اولس هندیان او درې یې نیپالیان دي، چې کابل ته د کار موندنې لپاره د یوه قاچاقبر له خوا راوستل شوي وو.

د کورنیو چارو د وزارت له جنایي جرایمو سره د مبارزې عمومي رییس سید عبدالغفار سید زاده په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ دوی له جعلي پاسپورټونو او ویزو سره نیول شوي:

″شل تنه نیول شوي دي، اولس یې هندیان دي، چې قاچاق شوي او درې یې نیپالیان. دوی د یوه نیپالي قاچاقبر له خوا چې ایمېن نومیږي؛ کابل ته قاچاق شوي دي، دوی یې له خپلو هیوادونو افغانستان ته قاچاق کړي.

ټول له پاسپورټونو سره نیول شوي دي، پيښه تر څیړنې لاندې ده او خپله اصلي قاچاقبر هم له نیکه مرغه نیول شوی دی.″

خو نوموړي وویل، چې د انساني قاچاق د ستونزې تر ټولو ډير قربیان خپله افغانان دي.

د سید زاده په وینا د ګرځندوی په شرکتونو کې ځینې داسې شبکې فعالې دي؛ چې اروپا او امریکا ته د افغانانو د قاچاق کار کوي.

نوموړي وویل، په اکثرو مواردو کې قاچاق وړونکي په یوه غلا شوي او یا هم موندل شوي پاسپورټ باندې د هغه کس عکس ور بدلوي چې غواړي بهر ته یې واستوي.

د سید زاده په وینا تیر لمریز کال څه باندې پنځه سوه هغه کسان د کابل په هوايي ډګر او بندرونو کې نیول شوي دي؛ چې بهرنیو هیوادونو ته قاچاق کیدل.

د ښاغلي سید زاده د معلوماتو له مخې دامهال هم په ترکیه کې شاوخوا څلویښت زره هغه افغانان په سختو شرایطو کې پراته دي چې له قاچاقي لارو اروپا ته د تګ په تکل وتلي دي.

نوموړي وویل، چې په اکثرو دغو مواردو کې هغه کسان زیانمن کیږي چې غواړي له قاچاقي لارو بهر ته ولاړ شي:

″ډیر زیات افغانان چې نیول شوي دي، قربانیان دي، قاچاقبران بیا د دوی پیسې بیرته نه ورکوي. هلته چې ولاړ شي هم له ډيرو ستونزو سره مخ کیږي، زه څه موده مخکې بلغاریا ته تللی وم هلته د افغانستان سفارت د یونان مسئله هم څیړي.

نو چې کوم افغانان یونان ته راغلي و، ډیرې جدي ستونزې یې لرلې، بې سرپناه و، سرګردانه و، ډیر سپاوی یې شوی دی، حتی وهل ټکول شوي دي او ډیر شمیر یې په یخچالونو کې وژل شوي دي.″

که څه هم اکثره افغانان په هیواد کې د ناامنۍ او بې کارۍ له امله په قاچاقي لارو بهر ته د تلو تکل کوي خو دغه لارې یې کله کله د سر په بیه هم تمامیږي.

وخت په وخت اروپا ته پر لاره په بیلابیلو پيښو کې د هغو کسانو د مړینې او یا هم زیانمنیدو راپورونه ورکړل شوي دي، چې اروپايي او یا هم ځینو نورو هیوادونو ته په غیر قانوني توګه ځي.
XS
SM
MD
LG