د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۳

د افغانستان پر سر چنې


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې، ″د افغانستان پر سر چنې″ تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې او د پیل په کرښو کې لیکي:

د افغانستان راتلونکی د امریکا په نسبت د پاکستان لپاره زیات اهمیت لري. دا حقیقت د امریکا متحده ایالاتو په خپلو هلو ځولو کې له یاده ایستلی چې څنګه په پاکستان فشار واچوي؛ چې په افغانستان کې سیاسي حل رامنځ ته کړي.

ورځپاڼه لیکي، د پاکستان پوځ او استخباراتې ادارې (ای. اېس. ای) ښودلې چې دوی لیواله دي؛ په خپل لویدیځ ګاونډ یعنې افغانستان کې د یوه دوست او ملګري حکومت د جوړېدو په کار کې له واشنګټن سره خپلې اړیکې په خطر کې واچوي.

زیات شمېر افغانان او واشنګټن به په افغانستان کې د پاکستان د دوست حکومت مخالفت وکړي. همدا مساله د امریکا او پاکستان تر منځ د اړیکو او د یوه باثباته افغانستان د جوړېدو په مخکې یو ستر خنډ دی.

واشنګټن پوسټ زیاتوي، پاکستاني مشران به د امریکا د متحده ایالاتو د مرستو ترلاسه کولو ته دوام ورکړي، حتی دا مشران به په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته هم په نه ستړې کیدونکې ډول هلې ځلې وکړي؛ چې په کابل کې واکمن حکومت خپل ملګری کړي او دې ته یې اړ کړي؛ چې د هند په نسبت له اسلام آباد سره نږدې او دوست وي.

که چېرې پاکستاني مشران دغه هدف ته ونه رسیږي، نو په هغه صورت کې به په افغانستان کې خپل ملاتړې او متحدان وهڅوي، افغان حکومت چې دوی یې خپل دوست نه بولي، له پښووغورځوي.

واشنګټن پوسټ وړاندې لیکي، پاکستان بېره لري، که چېرې په افغانستان کې د هند پښې ټينګې شي، نو د طبیعي منابعو شتمن او ستر ایالت بلوچستان کې به هند پلوي وسله وال قوت پیدا کړي.

د پاکستان پوځ پوهیږي، چې دا لوبه څنګه پر مخ ځي. دوی دا لوبه په ۱۹۸۹ کال کې له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته په جمو او کشمير کې له لسو کلونو زیاته پر مخ یوړه. بلوچستان دا مهال د هند له نفوذ څخه داسې خلاص دی لکه د کشمېر دره چې هغه مهال وه.

انګلستان چاپ، ګارډین ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې په افغانستان کې د یوه سیاسي ګوند د بندیدو په اړه یوه مقاله لیکلې او د پیل په کرښو کې یې لیکي:

له ۲۰۰۱ کال یعنې د طالبانو د رژیم له ړنګیدو راهیسې د لومړي ځل لپاره، په افغانستان کې یو سیاسي ګوند بند شو. د ډپلوماټانو او فعالانو په وینا، دې کار اندیښنې پيدا کړي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته به په په دې هېواد کې د بیان آزادۍ ته زیان ورسیږي.

ګارډین لیکي، د پیوستون ګوند د اپریل په وروستیو کې هغه مهال ځواکمن سیاست وال په غوسه کړل؛ چې د پخوانیو جهادي مشرانو، قوماندانانو او زور واکانو پر ضد یې په کابل کې مظاهره وکړه او غوښتنه یې کړې وه؛ چې دا کسان باید د جنګې جرمونو په تورونو عدالت ته ودرول شي.
XS
SM
MD
LG