د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۳۵

د پوهنې وزارت د توکیو کنفرانس ته دوه ملي پروګرامونه وړاندې کوي


د افغانستان د پوهنې وزیر غلام فاروق وردک
د افغانستان د پوهنې وزارت وایي، چې غواړي د نورو حکومتي ادارو په څیر د ټوکیو کنفرانس ته خپلې طرحې وړاندې کړي.

د پوهنې وزیر د شنبې په ورځ وویل، چې دوی پر خپلو پروګرامونو له ډیرې مودې راهیسې کار کړي او هیله مند دي، چې د ټوکیو په کنفرانس کې به ورته مالي ملاتړ ترلاسه کړي.


په هغو پروګرامونو کې، چې د پوهنې وزارت له خوا د ټوکیو کنفرانس ته به وړاندې شي؛ تخنیکي او مسلکي زده کړې او پوهنه د ټولو لپاره پروګرامونه شامل دي.

د پوهنې وزیر ډاکټر غلام فاروق ورګ د شنبې په ورځ په کابل کې د یو ښوونځي د پرانستلو په مهال خبریالانو ته وویل، چې افغان حکومت به د توکیو کنفرانس ته ټول دوه ملي پروګرامونه وړاندې کړي.

د ښاغلی ورګ په وینا پوهنه د ټولو لپاره هغه پروګرام دی، چې له مخې به یې تر راتلونکو څلورو کلونو پورې یو ماشوم هم له زده کړې محروم پاتې نه شي.

″موږ خپلې ملی دوه پروګرامونه جوړ کړي، چې یو تعلیم د ټولو لپاره او بل د تخنیکی او حرفوي زده کړو لپاره موږ له جهانه د دې پروګرامونو لپاره مرسته غواړو.

تعلیم د ټولو لپاره دا پروګرام زموږ ټولو مرستندویانو منلی، نو زما هیله دا ده، چې زموږ دوست هیوادونه به د توکیو په کنفرانس کې له هغو سره مرسته وکړي.″


د توکیو کنفرانس چې د جولاۍ په اتمه نیټه د جاپان په توکیو ښار کې جوړیږې له دوه زره څوارلسم میلادی کال وروسته په کې له افغانستان سره د مالي او اقتصادي مرستو ژمنې کیږي.

خو د چارو یوشمیر کار پوهان د توکیو کنفرانس لپاره د پوهنې وزارت پروګرامونه مهم بولي او وایي، د تخنیکې او مسلکې زده کړو پراختیا به په هیواد کی بشری قوه رامنځ ته کړي.

د چارو کار پوه معین مرستیال وایي، که چیری نړیواله ټولنه د پوهنې وزارت پروګرامونو ملاتړ وکړي نو په هیواد کې به د کاری قوي ترڅنګ د امنیت په ټینګښت هم مثبت اغیز وکړي.

″زموږ په هیواد کی مسلکي او حرفوي ښوونځي موجود وي، چې زموږ ټولنې ته نل دوان، برقي، نجار، ولډینګ کار و روزي، ځکه چې موږ د راتلونکي افغانستان لپاره د ریل پلټې لرو او د کانونو استخراج لرو، او ټرانسپورټ لرو نو د دی لپاره موږ باید مسلکي کسان ولرو، که چېرې د توکیو په کنفرانس کی د پوهنې سره په دې دوه برخو کی مرسته ونشي، نو یو خو به زموږ د ښوونځیو فارغین بې برخلیکه پاتې شي او بل په کلیو او بانډو کې به وسله وال مخالفین له هغوی څخه استفاده وکړي.″

په افغانستان کې داسې مهال د پوهنې سیسټم د پراختیا لپاره پر نویو پروګرامونو کار کیږي، چې لاهم د هیواد په یوشمېر ولایتونو کې پنځه سوه ښوونځې د نا امنۍ له امله تړل شوي آو زیات شمېر زده کوونکي یې له زده کړې محروم کړي.

د پوهنې وزارت له قومي مشرانو او دیني عالمانو څخه غواړي، چې د تړلو ښوونځيو په پرانیستلو او د پوهنې د سیسټم د پراختیا په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.

راپور: ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG