د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۵۵

ولسمشر کرزي د سولې په برخه کې د پاکستان او عربستان رول مهم وباله


افغان ولسمشر حامد کرزي د اسیا د زړه په سیمه ایز کنفرانس کې یو ځلې بیا په افغانستان کې د سولې او پخلاینې په روانو هڅو ټینګار وکړ.

ښاغلي کرزي د پنجشنبې په کابل کې ددغه یو ورځني سیمه ایز کنفرانس د پرانستلو په مهال وویل، چې د سولې د عالي شورا پلاوی به ډیر ژر سعودي عربستان له هغې وروسته پاکستان ته سفر وکړي.



افغان ولسمشر په هیواد کې د امنیتي مسولیتونو د انتقال او د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر د بشپړولو لپاره د سولې او پخلاینې د هڅو بریا ضروري وبلله.

ښاغلي کرزي، چې د پنجشنبې په ورځ یی په کابل کې د اسیا د زړه سیمه ایز کنفرانس ته پرانستې وینا کوله؛ یو ځلې بیا په هیواد کې د پخلاینې په هڅو ټیګار وکړ او ویې ویل، چې د سولې د عالي شورا مشر به یې ډیر ژر سعودي عربستان او پاکستان ته سفر وکړي.

ښاغلي کرزي د پخلاینې په هڅو کې د سیمې د ټولو هیوادونو او په تیره بیا د سعودي عربستان او پاکستان رول مهم وباله.

ده له دواړو هیوادونو څخه وغوښتل، چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او او پخلاینې لپاره د دوی د هلو ځلو ملاتړ وکړي.

″ زه غواړم، چې په افغانستان کې د سولې او پخلاینې د هڅو لپاره د خادم حرمین شریفین ملاتړ دوام وکړي، څو دغه هیواد له جګړې راوځي. موږ همدا راز ډیر زیات هیله مند یو، چې په پاکستان کې زموږ وروڼه او خویندې هم ورته کار وکړي او موږ لا د مخه له پاکستان سره په دې اړه په خبرو کې بوخت یو.″

د ولسمشر کرزي له خوا د سولې د هڅو د ملاتړ سپارښتنه په داسې حال کې شوې؛ چې په افغانستان کې دننه او په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو بهیر په ټپه ولاړ دی.

تر ډیره ویل کیږي، چې د سولې بهیر وروسته له هغې په ټپه ودرید، چې افغان حکومت له امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو سند لاسلیک کړ.

ځینې افغان کتونکي په دې باور دي، چې وسله والو مخالفینو د ایران او پاکستان په لمسون، چې له دې اړیکو سره یې مخالفت څرګند کړې، د سولې بهیر ځنډولی.

خو ښاغلي کرزي یو ځلې بیا په دې ټینګار وکړ، چې د امریکا په ګډون له یو شمېر لویدیځو هیوادونو سره به د افغانستان ستراتیژیک تړونونه د سیمې او ګاونډ له هیوادونو سره په اړیکو کوم اغیز ونه کړي.

″د مشارکت دا تړونونه به زموږ او زموږ د ګاونډیو ترمنځ اړیکې کمې نه کړي، بلکې موږ تمه لرو، چې دا تړونونه به له ګاونډیو سره زموږ د اړیکو مثبتو اړخونو ته وده ورکړي.

په ورته وخت کې موږ هیله مند یو، چې په لویدیځ کې زموږ ملګري او په تیره بیا امریکا به دا درک کړي، چې افغانستان په دې سیمه کې دې او باید، چې له خپلو ګاونډیانو سره په سوله کې ژوند وکړي.″


له وسله والو مخالفینو سره د پخلاینې لپاره د افغان حکومت د هڅو په وړاندې یو اساسي خنډ د ګاونډیو هیوادونو او په تیره بیا د پاکستان نه همکاري بلل کیږي.

افغان حکومت له دې مخکې هم د یوې رسمي اعلامیی په خپرولو سره د پاکستان له حکومت څخه غوښتي وو، چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو د مشرانو ترمنځ، چې په دغه هیواد کې میشت دي د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي، خو تراوسه پدې برخه کې عملي ګام ندې پورته شوې.

دا، چې سعودي عربستان، چې د مذهبي پلوه د زیات نفوذ خاوند بلل کیږي، د پاکستان د همکارۍ په جلبولو کې څومره موثر رول ولوبوي اوس یی اټکل ګران دی.
XS
SM
MD
LG