د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

د منځي اسیا له یوشمېر هېوادونو سره د امریکا تړون د روسیې غوسه راپارولې ده


امریکايي مقامات له افغانستان څخه وروسته له دوه زره څوارلسم کاله د خپلو پوځي تجهیزاتو د ویستلو لپاره د منځني اسیا له یو شمېر هېوادنو سره خبرې کوي.

دا مساله چې په روسیې کې د یو شمېر خلکو د غوسې سبب شوې ده؛ د ″کمیر سات″ په نوم په یوې روسیې خپرونې کې خپور شوی دی.

د فرانسې خبرې اژانس د دې ورځپاڼې په حواله لیکي، د قرغزستان، ازبکستان او تاجکستان پوځيان له پنټاګون یا د امریکا د دفاع له وزارت سره د نقلیه وسایلو او تاڼکونو د لیږد په اړه خبرې کوي.

راپور د بیلابیلو پوځي سرچینو په حواله لیکي، د دې وسایلو یوه برخه به په وړیا توګه او یو شمېر نور یې په امانت ډول دې هیوادنو ته ورکول کیږي.

فرانس پرس لیکي، د قرغزستان یوې پوځې سرچینې دا تایید کړې ده، دا مساله سږکال د مارچ میاشتې څخه دمخه کله چې د امریکا د دفاع وزیر قرغزستان ته سفر وکړ؛ مطرح شوې وه.

خو په ماسکو کې ډیپلوماټیکو سرچینو ″کمیرسات″ ورځپانې ته ویلې دي؛ چې بې د روسیې له شتوالي، څخه د دې ډول خبرو اترو تر سره کول د منلو وړ نه دي.

د روسیې ډیپلوماټیکو سرچینو زیاته کړې ده، چې دا هېوادنه ګډو ګټو ته ژمن دی. قرغزستان، ازبکستان او تاجکستان د منځني اسیا هغه هېوادنه دي، چې له روسیې سره نیژدي اړیکې لري.

ازبکستان او تاجکستان له افغانستان سره ګډې پولې لري او په قرغزستان کې د امریکا پوځې هډه ده؛ چې د روسیې د محافظه کارو لپاره له جنجاله ډکه مساله ده.

متحده ایالاتو او ناټو موافقه کړې ده، چې په دوه زره څوارلسم کال کې به خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

له هغه مهاله چې پاکستان د ناټو د اکمالاتو پر مخ خپله ټرانزیټي لاروتړله نو د منځني اسیا له لارې په افغانستان کې ناټو ځواکونو ته د اکمالاتو رسول ډېر د اهمیت وړ شو. خو د شمال دا لاره د پاکستان په تناسب هم ډیره اوږده ده او هم پرې ډیر لګښت راځي.
XS
SM
MD
LG