په سوریې کې شخړې مخ په زیاتېدو دي او د فرقه یي شخړو د رامنځ ته کیدو په اړه ډیر خبردارې ورکول کیږي.
که چېرته دا وضعیت بدلون ونه کړ ي نو داسې ښکاري، چې داسې یوه راتلونکې به وي چې هلته به په وحشیانه توګه ځپل، عامه وژنه، فرقه یي شخړې او حتی په ټول هېواد کې به کورنۍ جګړه وي او د سوریې ټول خلک به له منځه ولاړ شي.
دا د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو او عربي اتحادیې د استازي کوفي عنان خبرې وې؛ چې د روانې میاشتې په اومه نیټه یې په ملګرو ملتونو کې کړې وې.
خو د فرقه یي نښتو نخښې د اوس هم په سوریې کې لیدل کیږي. تر ټولو ښکاره نخښه، د اشبیحه ډلې څرګندیدل دي. دا ډله په کامله توګه د علویانو له فرقې څخه چې د ولسمشر بشارالاسد د کورنۍ پورې مربوطه ده رابیله شوې ده.
پر دې ډلې شک دی، چې په حوله ښار کې یې چې د سنیانو هستوګنځي کې پر عامه وژنې لاس پورې کړی و. په دې پیښه کې د می پر پینځه ویشتمه او شپږ ویشتمه د نهه څلویښت ماشومانو په ګډون یوسلو اته تنه وژل شوي وو.
د ملګرو ملتونو مامورینو د حوله په ښار کې د عامه وژنې په اړه د دې وسله والو د لاس لرلو په اړه سخت شک وښود. عیني شاهدان وايي، د حوله په ښار کې عسکرو پر کورنو ډزې وکړې خو دا ډزې هغه وخت ډیرې شدیدې شوې، چې له نېږدې ″علوي″ کلي څخه په سلګونو سیمه ییز ملکي وسله وال راورسیدل.
فبریک بالانچ چې د جریمو په نوم د یوه فرانسوي تحقیقاتي مرکز مشر دی وایي؛ که د عیني شاهدانو شهادت ورکول اثبات شي، نو دا به د وطني جګړې له پاره ډېر قوي شواهد وي. خو هغه وایي، د دښمني داسې نموني لادمخه ډیرې پښې تثبیت شوې دي.
″په حمس کې د دوه زره یوولسم کال له سپټمیر راهیسې موږ فرقه یي جګړه وینو. تاسو د مخالفینو پر ضد د سوریې د پوځ جګړه وینی او مخالفین یواځې سونیان دي. تاسو د سوریې په ازاد پوځ کې ډیر لږ غیر سونې خلک وينی.
زه فکر کوم چې دلته هیڅ کوم علوي نشته په ازاد پوځ کې کوم عیسوي مذهبه نشته او د دوی پر وړانډې د سوریې پوځ وینی. په حمس کې د سوریې ډیر عسکر د علویانو له خلکو څخه وو.″
علویان چې په نهمه پیړې کې د شیعه ګانو له یوې څانګې څخه بیله شوې ډله ده؛ د سوریې په سلو کې دولسمه برخه نفوس جوړوي، خو دا ډله هر کله په حکومت او پوځ کې د برلاسي له امله په واک کې پاتې شوې ده.
بالانچ چې قدرت ته د علویانو د رسیدو په اړه یې څیړنه کړې ده وايي؛ په سوریې کې دسته جمعې یا ټولیزې شخړې له بل هر وخته د جلا شوي علوي او سونې سیمو تر منځ په سرحدي سیمو کې ډیرې دي.
خو حتی په لویو ښارونو کې د شبیحیه د سوریې د رژیم د پیاوړې کولو لپاره مهم رول لوبوي. د شبحیه ډلې غړې چې معمولاً سپینې جامې اغوندي او پوره مسلح وي؛ سره له دې چې په رسمي توګه کوم واک نه لري، خو اعتراض کونکي وهي، ټکوي او وربانډې ډزې کوي.
شبحیه چې د اروح په معني ده، هغه ډله ده، چې کله په نولس سوه اویایم کال کې د کودتا پر مهال د بشارالاسد پلار حفیظ قدرت ته ورسید نو بیا یې د علوي ډلې حاکمیت اعلان کړ.
داسې ښکاري، چې د سوریې رژیم اوس شبحیه ته د ارزښت ورکولو په اړه په دوه دلیلونو پښیمانه دي. یو خو خپله د ټولو پوځي یونټو په اړه د بشارالاسد د رژیم تردید دی.
بالانچ وايي، دا ډول اندیښې د دې ایجاب کوي، چې دمشق له پوځې کودتا څخه کار واخلي. د څلورمې لوا قومانده د بشارالاسد ورور کوي او په نارامه حمس ولایت کې د جګړې چارې پرمخ بیایي.
″د څلورمې لوا مشرې ماهر اسد کوي، چې علویانو ته منحصره ده، دلته هیڅ سوني نشته، عیسوي نشته او په دې ډله کې هیڅ دروزي هم نشته او دا څلورمه لوا د مخالفینو پرضد په ډیره شدیده توګه کارول کیږي.
د سونیانو ډلې په نورو سیمو کې دي، چې لږې خطرناکې دي، ځکه رژیم د سونې عسکرو د صداقت په اړه مطمین نه دی.″
له شبیحه څخه د کار اخیستلو بل دلیل دا دی، چې چې دا ډله حکومت له جنایتونو لرې ساتي. لکه څنګه چې نړیوالو څارونکو دا میاشت وویل، دوی په حوله کې د قتلونو په اړه پر وسله والو شک لري او دمشق وویل؛ چې په سیمه کې د ملکیانو کالي دا تاییدوي، چې وژونکي حکومتي ځواکونه نه وو او د دې پرځای یې د حکومت ضد تحریک کونکي ملامت کړل.