د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۳۴

د افغانستان، هند او امریکا ترمنځ خبرې د پاکستان پر ضد نه دي


د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارود وزارت مرستیال رابرت بلیک
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارود وزارت مرستیال رابرت بلیک
د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د ادارې یو جګ پوړی چارواکی وایي، د افغانستان، هند او امریکا تر منځ درې اړخېزې خبرې د پاکستان پر ضد نه دي.

د امریکا متحده ایالاتو او هند ژمنه کړې، چې د افغانستان د اقتصادي ودې او ثبات په کار کې به مرسته کوي او په دې اړه به د امریکا، افغانستان او هند تر منځ درې اړخېزې خبرې وشي.

د جنوبې او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارود وزارت مرستیال رابرت بلیک (Robert Blake) په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل:

“ په پوره ډاډ سره وایم، چې د افغانستان، متحده ایالاتو او هند تر منځ درې اړخېزې خبرې د پاکستان پر ضد نه دي”.

بلیک وایي، دا درې اړخېزې خبرې د افغانستان د وضعې او له دې هېواد څخه د ملاتړ د څرنګوالي په اړه دي.

ښاغلي بلیک د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:

“لکه څنګه چې تاسو له ما څخه په وار وار اوریدلې، په افغانستان کې د انتقال درې ډېرې مهمې مرحلې روانې دې.

دا یوازې د امنیت انتقال نه دی، بلکه په سیاسي برخې کې هم دی. په ۲۰۱۴ م کال کې په افغانستان کې ډېر مهم انتخابات تر سره کیږي او وروسته به اقتصادي انتقال هم ورسره په مساوي ډول پر مخ لاړ شي”.


د چهارشنبه په ورځ د هند او امریکا ترمنځ د ستراتېژیکې همکارۍ له خبرو وروسته، د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران سلا شول چې افغانستان، هند او متحده ایالات باید خپل فعالیتونه د رسمې مشورتې غونډو له لارې پر مخ بوځې.

د امریکا متحده ایالاتو او هند موافقه وکړه، چې له افغانستان سره به درې اړخېزې خبرې کوې او په دې توګه به د زراعت، کانونو، بریښنا او نورو زیربنایي پروژو کې له افغانستان سره مرسته کوي.

د دې درې اړخیزو خبرو جزئیات به په راتلونکو اونیو کې په ډاګه شي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس ایم کرشنا وایي، هند او افغانستان په خپلو کې لرغونې تاریخې، اقتصادي او فرهنګې اړیکې لري.

ده ، په افغانستان کې د هند ونډه مهمه وبلله.

کرشنا د امریکا د بهرنیو چارو له وزیرې سره په خبرو کې د پاکستان په اړه وویل، په پاکستان کې د تروریستانو امن ځایونه باید له منځه یوړل شي.

د جنوبې او مرکزې اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال رابرت بلیک د پاکستان د لشکر طیبه ډلې د ګواښونو په وړاندي د هند د اندیښنو په اړه وویل:

“ موږ زیاتې هڅې کوو، چې پاکستان د لشکر طیبه د فعالیتونو پر ضد عمل ته وهڅوو تر څو د استخباراتو د شریکولو او نورو همکاریو له لارې د هغوي د حملو مخه ونیوله شي”.

یو شمېر کارپوهان پدي باور دي چې پاکستان به د هند او افغانستان تر منځ د اړیکو د پراختیا مخالفت وکړي، خو د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځې استاد نصرالله ستانکزی پدي اړه وایي، واشنګټن له اسلام اباد څخه نا هیلی دی او له همدي امله یي هند ته د دوستۍ او همکارۍ لاس غزولی دی.

د جنوبې او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارود وزارت مرستال ښاغلی بلیک وایي، هند د افغانستان په بیا رغاونې کې دوه میلیارده ډالره مرسته کړي او د یوه باثباته او بریالې افغانستان په جوړولو کې د نوي ډهلې مرستې د ستاینې وړ دي.
XS
SM
MD
LG