د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۹

په کابل کې د اسیا د زړه سیمه ایز کنفرانس پای ته ورسید


په کابل کې د اسیا د زړه سیمه ایز کنفرانس پای ته ورسید او ټاکل شوې، چې نتایج یي په راتلونکو ساعتونو کې د افغان او ترکیي د بهرنیو چارو وزیرانو له خوا اعلان شي.

دا سیمه ایز کنفرانس، چې په کې د سیمې او نړۍ د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو دوه څلویښتو پلاو ګډون کړې، نن سهار د یوې ورځې لپاره په کابل کې پرانیستل شو.

افغان ولسمشر کنفرانس ته په خپله پرانیستونکې وینا کې په افغانستان کې د امن او ثبات د ټینګښت لپاره د سیمې د هېوادونو همکاري ضروري وبلله.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر یو ځلي بیا له دې کنفرانس نه په ګټې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په حضور انتقاد وکړ او ویي ویل، چې د دوي له وتلو سره به په افغانستان کې سوله ټینګه شي.
XS
SM
MD
LG