د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

د افغانستان ګاونډیان په خپل ژمنو کې ریښتیني نه وو


سره له دې چې د افغانستان په هکله د سیمه ایزو او نړېوالو کنفرانسونو جوړول مهم ګڼل کېږي، خو د ژمنو نه پلي کېدل یې د دې سبب کېږي چې د نتایجو په هکله یي د خلکو خوشبیني کمه شي.

د ایران او پاکستان په هکله ویل کېږي، چې ډیر ځله د افغانستان په هکله خپلو ژمنو ته، وفادار نه دي.

کارپوه اجمل هوډمن پر افغان حکومت انتقاد کوي چې د دې کنفرانسونو د ژمنو پلي کولو ته ځانګړې پالیسۍ نه لري.

ده د موضوع په هکله د پنجشنبې په ورځ ازادۍ رادیو ته وویل:

«افغانستان حکومت د کنفرانسونو د ژمنو پلي کولو ته کومه خاصه پالیسي نه لري، دې حکومت هیڅکله له ګاونډیو سره د کنفرانسونو د پریکړو د نه پلي کولو په هکله جدي غبرګون نه دی ښودلی او بله دا چې ښه حکومتداري هم نه ده جوړه.

همدا عوامل دي چې ګاونډي هېوادونه د کنفرانسونه پریکړو ته لازمه پاملرنه نه کوي.»


ایران او پاکستان چې د افغانستان په کورنیو چارو کې پر لاسوهنو تورن دي، ډیر ځلي یي دې هېواد سره د سولې او ثبات په راوستلو او افغان سوداګرو ته د اسانیتاو په برابرولو کې د مرستو ژمنې کړي، خو ویل کېږي چې دواړو ګاونډیو د ژمنو د پلي کېدو په لار کې ګام نه دی پورته کړی.

بل خوا افغان چارواکي د افغانستان په هکله د هغو ټولو کنفرانسونو نتایجو ته چې، که په هېواد کې دننه جوړیږي او که بهر خوشبینه دي.

د افغان حکومت د رسنیو د مرکز ريیس ډاکترعبدالحکېم عاشر وایي، د افغانستان په هکله د ټولو ژمنو پلي کېدل وخت ته ضرورت لري:

«دا به غیرعادلانه وي، چې ووایي دا کنفرانسونه بې ګټې دي، دې کنفرانسونو افغانستان ته زیاته ګټه رسولی، موږ پالیسي جوړې کړي، ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړو او دا ترې هم غواړو چې د سیمه ایزو کنفرانسونو د پریکړو عملي کېدو ته پام وکړي، ځکه ګډې مرستې د سیمي د ټولو ګاونډیو او په تیره د ایران او پاکستان په ګټه دي.»

که له یوې خوا په ځینو ګاونډیو هېوادونو د ژمنو د نه پلي کولو انتقادونه کېږي، له بلې خوا ځیني کارپوهان د دې کنفرانسونو د ژمنو پلي کېدو ته یو لړ پیشنهادونه کوي.

د چارو پوه اسحق اتمر وایي:

«ګاونډیان ډیر ځله کوښښ کوي، چې په مناسبه موقع کې، د افغانستان پر ګټو یرغل وکړي، د دوي ژمنې موقتي دي، خو کله چې نړېواله ټولنه پر دوي فشار راوړي، دوي به د افغانستان څخه لاس واخلي او که نه، دوي د افغانستان پر وړاندې خپلو ژمنو ته وفادار نه دي.»

په تیرو لسو کلونو کې د افغانستان په هکله ډیر سیمه ایز او نړېوال کنفرانسونه جوړ شوي.

افغان حکومت، د مرستو جلبولو ته دا ډول کنفرانسونه مهم ګڼي، خو دا انتقادونه هم کېږي چې افغان حکومت د خلکو او نړېوالې ټولنې پر وړاندې خپلې کړې ژمنې نه دی پوره کړي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG