د دې اونۍ د بحث موضوع مو د 2014 کال د ولسمشرۍ د راتلوونکو انتخاباتو لپاره د تیاریو نیول دي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له نورو مسئوولو ادارو څخه غوښتي، چي د ولسمشرۍ د راتلوونکو انتخاباتو په اړه دي له همدا اوس څخه کار پیل کړي او تیاری دې ونیسي.
د دې کمېسیون مشر ویلي، که له اوس څخه دې انتخاباتو ته چمتوالی ونه نیول شي، نو د رڼو او عادلانه انتخاباتو هیله هم نه شي کېدای.
په 2014 کال کې به د افغانستان د امنیتي چارو مسئولیت هم تر ډیره له افغان ځواکونو سره وي او په همدې کال کي د ولسمشرۍ انتخابات هم کیږي.
د دغو انتخاباتو په اړه لویي اندېښنې څه دي، کوم کارونه باید وشي، چې خلک ګډون وکړي، د درغلیو مخه ونیول شي او ستونزې کمې وي.
اوس د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د انتخاباتو په قانون کې د تغیر راوستلو لپاره یوه نوې طرحه عدلیې وزارت ته لیږلې او ویل کیږي، چې په پخواني قانون کې شا او خوا پنځوس سلنه بدلون راغلی دی.
پر دې موضوع مو د بحث مېلمانه دي:
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند نور محمد نور
د فیفا اجرایوي رئیس جانداد سپین غر
د حقوقي چارو کارپو کبیر رنجبر
او د مدني ټولني د همږغۍ د مرکز د اجرایوي شورا غړې ملالۍ شینوارې
د بحث کوربه معصوم میوند دی.