سکېنه پنځه کلنه وه، چې د هغې په وینا د خپل ورور د کړې ګناه په بدل کې پنځه شپیته کلن سړي ته په بدو کې ورکړل شوه.
سکېنه چې اوس شل کلنه ده وایي، چې ورور یې د خپل تره نږور تښتولې او د دې ستونزې د حل لپاره یې پلار دا د تره زوی ته په بدو کې ورکړې.
دا میرمن چې له کور نه د تیښتې په جرم زنداني شوې، دا مهال د ښځو چارو وزارت د امن په خونو کې ژوند کوي.
هغې ازادۍ راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې پر دې تیر شوي حالت کېسه داسې بیان کړه.
"ستونزه دا وه، چې ما مور نه درلوده، زه اته میاشتېنۍ وم چې مور مې مړه شوه.
کله چې زه پنځه کلنه شوم نو نا سکه ورور مې د تره ناوې یې وتښتوله، هغې یوه لور هم درلوده چې لور یې بیا مړه شوه.
نو هماغه وو چې دښمني رامنځ ته شوه او پلار مې زه د تره زوی ته په بدو کې ورکړم.
زه هغه وخت د پنځو کلونو وم، اوس هغه سړی پنځه اتیا کلن دي ډیر زوړ دی"
په افغانستان کې د انجونو په بدو کې ورکولو دود تل د کورنیو ستونزو د له منځه وړلو په هدف ترسره کېږي، یعنې ګناه نارینه کوي خو سزا یې ښځو ته ورکول کېږي.
د بشر د حقونو خپلواک کمیسون په وینا دا مهال په هیواد کې د بدو ورکولو پیښې زیاتې شوي دي.
ددې کمیسون د ښځو د حقونو ملاتړې پروین رحیمي پدې هکله آزادې راډیو ته وویل:
"هرڅومره چې نا امنیی او دخلکو او دولت ترمنځ فاصله زیاته شي، او هر څومره چې عدلي او قضايي ارګانونو ته د خلکو لاس رسۍ کم شي مونږ د بد د پیښو شاهدان اوسو.
له بده مرغه چې د بد پیښې په ټول افغانستان کې شته، حتې ویلی شو چې د کابل په ولسوالیو کې هم د بد پیښې شته او له بده مرغه چې د بد د پیښو پریکړه هغه کسان چې په دولت کې لوړې چوکۍ لري.
په داسې حال کې چې د افغانستان د جزا او له ښځو سره د تاوتریخوالي د له منځه وړلو قانون بیا پدې هکله ډیر جدي موقف لري."
د میرمن پروین په وینا انجونې تل د وژنې، جنسي تیریو او حتې له کور نه د تیښتې په بدل کې په بدو کې ورکول کېږي.
سکېنه وایي دولس کلنه وه چې ددې پلار او میرنې مور یې غوښتل دا هغه پنځه شپیته کلن سړي ته په نکاح کړي، خو سکېنه وایي چې د واده په شپه له کوره وتښتیده.
هغه وايي چې ماما یې سکنۍ او یو مهربانه کس وو نو ځکه یې دیته پناه ورکړه او وروسته له درې ورځو یې خپل زوی ته یې نکاح کړه:
"زه مې د واده په شپه نهه بجې له کور نه د ماما کورته وتښتیدم، سهار اوه بجې مې د ماما کورته ورسیدم.
هلته مې ماما زه درې ورځې وساتلم بیا مې نو ماما راته وویل چې که دې پلار ګیر کړي نو وژني دي.
نو ماما مې هم مجبور شو او زه یې خپل زوی ته نکاح کړم، او کله مې چې له هغه سره نکاح وکړه بیا کابل ته راوتښتیدم."
سکېنې خو د خپل ماما له زوی سره واده وکړ، خو له دې نه وه خبره چې دا واده به بالاخره هغه زندان ته بوځي.
هغه له خپل خاوند سره کابل ته وتښتیده خو وروسته له پنځو کلونو یې پلار او د تره زوی هغه زندان ته کش کړه:
"مونږ درې نیم کاله په فرار کې وو، او له هغه وروسته مې پلار مونږ تعقیب کړو.
بیا یې ونیولو او زه یې زما د اندرور له زوی سره بندي کړم، دوه میاشتې وروسته یې زما میړه هم بندي کړ.
په میړه مې لس کاله قید وخوت او په دوه کاله، پنځلس ورځې مې پلار هم بندي وو.
دا افغانستان دی هیڅ باز خواست نشته، که څارنوال دی او که قاضي دی ټول رشوت خور دي.
پلار مې پنځلس ورځې بندي خو له پنځلس ورځو وروسته یې پیسې تیرې کړې خپله له زندان نه ووت خو زه یې پریښودم."
اوس سکېنې په زندان کې د یواځې والي احساس نه کاوه ځکه اوس یې له هغې سره زوی هم وو، هغه زوی یې چې په زندان کې زیږیدلې وو او اوس د یو کال وو، هغه هم له خپلې مور سره د زندان په تیارو کوټو شپې او ورځې سبا کولې.
د سکېنې زوی لکه د نورو ماشومانو په څیر د لوبو سامان نه درلوده چې لوبې ورسره وکړي بس کله به یې د مور اوښکو ته کتل او کله به یې د زندان تورو دیوالونو ته کتل.
خو ددې لپاره چې د سکېنې ژوند لږ څه خوندي شي اوس د ښځو چارو وزارت د امن په خونو کې له خپل زوی سره شپې او ورځې سبا کوي، خو زوی یې له خپلې مور نه پلارغواړي چې هغه په زندان کې دې.
دا یوازې سکېنه نده، چې د بدو په ناوړه دود کې ورکړل شوې، بلکه داسې په زرګونو ښځې موجودې دي، چې د نارینه وو د کړنو سزا ګالي.
خو د بشر د حقونو خپلواک کمیسون وایي چې دا مهال دوی سره دقیقه شمیره نشته چې څومره انجونې په بدو کې ورکړل شوې دي.
دا، چې ښځې ولې د خپلو ستونزو د حل لپاره عدلي او قضایی ادارو نشي تلای، میرمن رحیمي وایی:
"یوه نجلی چې په بدو کې ورکول کېږی هغه څوک ده؟ هغه هغه څوګ ده چې په زورنکاح کېږی د یو جرم په بدل کې هغه په بدو کې ورکول کېږي.
له سختو او جدي قیواداتو سره مخامخ وي، حتې د خپل پلار کورته دتګ اجازه نه لری.
له بده مرغه کله چې قومی مشران چې له هغوی نه ډيره تمه کېږي په یوه جرګه کې کېني نوهغوی بیا پریکړه کوي او یوه جلۍ په بدو کې ورکوي.
نو بیا هغه جلۍ په چا باور وکړي څوګ له هغې سره مرسته کوي.چې لاس یې ونیسی او حکومت ته یې بوځي."
افغان میرمنې تل د ټولنې محرومه برخه ګڼل کېږي، دوی په تیرو دریو لسیزو کې له هر ډول سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو حقونو بې برخې پاتې شوي دي.
سره له دې چې په تیرو لسو کلونو کې د ښځو چارو وزارت، د بشر د حقونو خپلواک کمیسون، یو شمیر نړیوالې ادارې د ښځو د حقونو د لاسته راوړلو په خاطر ډېرې هڅې کړي خو لا هم ښځې له ډول ډول ستونزو سره مخ دي او د بشر د حقونو د خپلواک کمیسون په وینا دا ورځ تر بلې ډيریږي هم.
جمیله ظریف