د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۳

روسي څارنوالانو له یو شمېر سیاسي مخالفانو تحقیقات پیل کړي دي


په روسیې کې په داسې حال کې چې مخالفان د ولادمییر پوتین د واکمنۍ پر ضد اعتراضونه کوي او د عادلانه انتخاباتو غوښتنه کوي، له یو شمېر سیاسي مخالفانو څخه نن پوښتنې او تحقیقات وشول.

د ″الیا یاشین″، کیڼ اړخي مشر ″سرګیي اودالتسوف″، د ادارې فساد ضد فعال ″الیکسي نوانلي″ او تلویزیونې څېرې ″کسینیا سوبچاک″ په ګډون یو شمېر مخالفان د څارنوالانو له خوا تحقیقاتو ته غوښتل شوي او د می د شپږمې د مظاهرې په اړه چې پولیسو او مظاهره کوونکې په کې نښتې کړې وې، پوښتل کیږي.

سوبچاک او یاشین چې پولیسو یې د دوشنبې په ورځ یرغل کړی و، د څارنوالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل، خو اودالتسوف وایي، د نن ورځې مظاهرې کې د ګډون په مقصد به د څارنوالانو امر له پامه وغورځوي.

پولیسو د دوشنبې په ورځ د سیاسي مخالفانو په کورنونو یرغلونه وکړل، له کورونو او دفترونو څخه یې کمپیوترونه ټيلفونونه او نور شیان یوړل.

الیکسي نوانلي د پولیسو د یرغل په اړه وویل:

“د دیارلسو ساعتونو لټون سرته ورسیده. د پیړۍ ځیني جنایتونه به ترسره شوي وي او داځکه موږ پوهیږو چې په دې ډلې کې شاوخوا ۱۶۰ تنه تحقیق کوونکي شامل دي.

دا ډېره بده ده. له دې مخکې په مسکو کې دومره ستر جنایت نه و شوی؛ کوم چې دا مهال روان دی.”


حکومتي چارواکي وایي، د دوشنبې په ورځ د سوبچاک او یاشین په کورونو د پولیسو د یرغل پر مهال له هغوی څخه د یو میلیون ایرو په ارزښت بهرنۍ پيسې تر لاسه شوي دي.

د امریکا متحده ایالات وایي، د روسیې د اپوزوسیون د ځورونو په اړه ژوره اندیښنه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویکټوریا نیولاند دي اړه وویل:

“د مخالفانو پر ضد وروستیو اقداماتو، په روسیې کې د بیان د آزادۍ او د خلکو د آزاد ټولون د ټکولو لپاره د پولیسو د خپل سر اجراتو په اړه جدي پوښتنې راپورته کړې دي.”
XS
SM
MD
LG