د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

″دوستم په شمال کې د بهرنیانو پانګونې ته خنډ پېښوي″


د افغانستان د کانونو وزير شکايت کړی، چې د جنرال عبدالرشيد دوستم پلوي وسله وال د هېواد په شمال کې د چينايي شرکت له لوري د تېلو د راايستلو مخه نيسي او په هېواد کې د بهرنيانو پانګونې ته خنډ پېښوي.

ويل شوي، چې د افغانستان د ملي امنيت شورا جنرال دوستم او د هغه يو شمېر قومندانان لويې څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.

د افغانستان د حکومت د يوه چارواکي له قوله رويټرز خبري اژانس وويل؛ چې چينايي مقاماتو هم د افغانستان ولسمشر ته ويلي، چې د دوستم پلويان يې د کار خنډ کېږي.

د جنرال عبدالرشيد دوستم، د افغانستان د وسله والو قواوو درستيزوال دی، اړوندې ډلې د افغانستان د حکومت تورونه رد کړي؛ خو په عين حال کې يې ويلي، چې دوی د دې غوښتونکي دي، چې د تېلو او ګازو د استخراج د امنيت په چارو کې د سيمې اوسېدونکي وګومارل شي.

د دواړو هيوادونو چارواکو وويل، چې د جنرال دوستم پلويان د تېلو په عوايدو کې برخه غواړي. دوی ويلي، چې د جنرال دوستم، چې د افغانستان د دفاع وزارت درستيزوال هم دي، وسله وال کسان په سيمه کې چينايي انجنيران تهديدوي او د تېلو په ايستلو کې خنډونه جوړوي.

د افغانستان د حکومت د يوه چارواکي له قوله رويټرز خبري اژانس وويل؛ تېره اوونۍ د ولسمشر کرزي په مشرۍ د کابينې په غونډه کې د کانونو وزير شکايت وکړ؛ چې دوستم د تېلو په استخراج کې خنډونه پېښوي.

رويټرز د دغه افغان چارواکي نوم نه دی اخيستي، خو د کانونو وزارت يوه چارواکي دې اژانس ته وويل، چې د چين د تېلو د ملي شرکت اجراييه رييس پيکينګ ته د ولسمشر کرزي د سفر په لړ کې خپله اندېښنه هغه ته څرګنده کړه.

د جنرال دوستم مربوطې ډلې د افغانستان ملي جبهې دا تور رد کړ او ويې ويل؛ چې حکومت غواړي، چې دوستم بدنامه کړي.
XS
SM
MD
LG