د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

په کابل کې د ملګروملتونو دفتر د ناټو د پرېکړې هرکلی کړی


په افغانستان کې د ملګروملتو د دفتر يا يوناما ويندوی نظيف الله سالارزی
په افغانستان کې د ملګروملتو د دفتر يا يوناما ويندوی نظيف الله سالارزی
ملګروملتو په ملکي سيمو کې له هوايي ځواک څخه د کار نه اخيستلو په باب د ناټو د پرېکړې هرکلی وکړ او هيله يې څرګنده کړه؛ چې له دې سره به د ملکي تلفاتو د اندازه له کمېدو سره مرسته وشي.

په افغانستان کې د ملګروملتو د دفتر يا يوناما ويندوی نظيف الله سالارزي ازادۍ راډيو ته وويل؛ چې دوی د هر هغه اقدام هرکلي کوي، چې د ملکي افغانانو له خونديتوب سره مرسته کوي.

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الن خپلو ځواکونو ته امر کړی، چې نور په استوګنو سيمو کې د وسله والو مخالفانو پرضد له هوايي قوې کار وانخلي.

د جان الن په دې تازه حکم کې ويل شوي، چې حتی که وسله وال مخالفان له استوګنو سيمو د دوی پرضد هم کار اخلي، بمباري دې نه کوي.

جنرال جان الن دا حکم وروسته له دې صادر کې چې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په شپه د ناټو ځواکونو په بمبارۍ کې اتلس ملکيان له شپږ وسله والو طالبانو سره يوځای د لوګر د برکي برک ولسوالۍ په سجاوند کلي کې ووژل شول.

ناټو دا پرېکړه د دې لپاره کړې چې د ملکي تلفاتو شمېر کم شي.
خو ځيني کتونکي شک څرګندوي او وايي، په داسي حال کې چې مځکنيو ځواکونو ته اجازه وي چې په کليو او بانډو کې عمليات وکړي، يوازې د هوايي ځواک پر کارولو بنديز به د ملکيانو د تلفاتو له کمولو سره څومره مرسته وکړي.

د ملګروملتو د دفتر ويندوي نظيف الله سالارزی وايي، بايد انتظار وايستل شي، چې د ناټو پرېکړه تر څه حده د ملکي تلفاتو په کمولو کې مرسته کوي.

د ملګروملتو د راپور له مخې د سږکال په لومړيو څلورو مياشتو کې ۵۷۹ ملکي افغانان وژل شوي دي.
يوناما د ملکيانو مرک ژوبلې د نه منلو وړ بللی، خو په عين حال کې يې ويلي، چې د نژدې اتيا فيصدو ملکيانو د وژلو مسووليت د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو په غاړه دی.

د يوناما له هغه راپور سره سم چې نژدې دوه اوونۍ دمخه يې خپور کړ، د سږکال د جنورۍ له لومړۍ د اپريل تر دېرشمې پورې ۵۷۹ ملکي افغانان وژل شوي او ۱۲۱۶ نور ژوبل شوي؛ چې په سلو کې د ۷۹ مسووليت د دولت د وسله والو مخالفانو او په سلو کې د نهو مسووليت د حکومت د پلوي قواوو بلل شوي دي.
XS
SM
MD
LG