د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۲

په نقلیه وسایطو کې د ګازو پر کارولو تاکېد وشو


د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي اداره په کابل ښار کې د هوا د ککړتیا د کمولو لپاره، په نقلیه وسایطو کې د بې کېفیته تیلو پرځای، د ګازو پر کارولو تاکېد کوي.

دې ادارې د خپلو نورو اقداماتو ترڅنګ په دې وروستیو کې هڅې تیزي کړي څو د نقلیه وسايطو خاوندان وهڅوي چې، د خپلو موټرو ماشینونه د پترولو پرځای، د ګازو کارولو ته عیار کړي.

د افغانستان د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې د پالیسي او نړېوالو اړيکو مرستیال عبدالولي مدقق ازادۍ رادیو ته وویل:

«اوسمهال په ډیرې اسانی سره پټرولي موټر ګازي کېدلی شي، د ګازو ککړتیا د پترولو او دیزلو په نسبت کمه ده، که چېری د موټرو خاوندان د موټرو ماشینونه ګازي کړي، د ککړ چاپیریال یوه برخه به مو کمه کړي وي، حکومت هم پر دې تاکېد کوي چې د نورو اقداماتو ترڅنګ د موټرو د ماشینونو ګازي کول یوه اغیزمنه لاره ده او باید هڅه په کې وشي.»

په کابل ښار کې اوس مهال شاوخوا پنځه میلیونه خلک اوسیږي او د موټرو شمېر په کې څه باندې پنځه لکو ته رسیدلی دی.

د موترو او خلکو دغې بې سارې ګڼه ګوڼې د ښار چاپیریال دومره ککړ کړی چې، د خلکو روغتیا یې له خطر سره مخ کړې ده.

د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې مرستیال ښاغلی مدقق وايي، اوس په کابل ښار کې د تخنیکي پلوه دا امکانات برابر شوي او خلکو ته پکار ده چې د دې خطر د کمولو په مقصد په نقلیه وسایطو کې د پترولو او یا نورو بې کېفیته تیلو پرځای د ګاز کارول غوره کړي.

په کابل کې د فروتن په نامه د سي. اين. جي. د شرکت چارواکې وایي، خلک اوس د چاپیریال د ککړتیا پر خطرونو پوهیدلي او غواړي چې د خپلو موترو ماشینونه، د ګازو کارولو ته عیار کړي.

د دې شرکت یوه انجینر محمدشاه ازادۍ رادیو ته وویل، دوي په لږه موده کې د زرګونو پترولي موټرو ماشینونه ګازو ته اړولي دي:

«زموږ کمپنۍ اماده ده، چې پترولي موټر په ګازي موټرو واړوي، یوه ګټه یي دا ده چې ګاز له پترولو نه ارزانه دي، بل دا چې چاپیریال نه ککړوي او بل دا چې دا کار نن په هېواد کې دننه ترسره کېږي.

خلک اوس پوهیدلي چې په پاکستان، ایران، تاجکستان، روسیه او داسې نورو ملکونو کې یي وکتل، پر ګټو یي وپوهیدل، د همدې له امله پوه خلک په خپله راځي او د موټرو ماشینونه ګازو ته کوي»


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکې وایي، په هېواد کې د زیاترو ناروغیو سبب د چاپیریال ککړتیا ده.

دوي وایي، هر کال په هېواد کې شاوخوا درې زره تنه د چاپیریال د ککړتیا له امله په ډول ډول خطرناکو ناروغیو اخته کېږي.

افغان چارواکې سره له دې چې د چاپیریال د ککړتیا لاملونه د خلکو او موټرو ګڼه ګڼه ګڼي، له خلکو هم هیله کوي، چې د چاپیریال په ساتنه کې د ښاري ژوند کولو اصول په پام کې ونیسي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG