د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۱۱

د ټاکنو کمیسیون د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره سر له اوسه تدابیر نیسي



د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رئیس فضل احمد معنوي
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رئیس فضل احمد معنوي
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، چې چمتو دی د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو لپاره په تدابیرو لاس پورې کړي، خو په دې برخه کې د دولت او اړوندو ارګانونو همکارۍ ته اړتیا لري.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رئیس فضل احمد معنوي د دغو انتخاباتو د شفافیت لپاره په لومړي سر کې په ټول هېواد کې د رایه ورکوونکو نوم لیکنه مهمه وبلله.

ښاغلي معنوي ځینو هغو تدابیرو ته اشاره وکړه، چې د نوموړي په وینا د نوم لیکنې د بهیر لپاره مهم دي او په دې اړه یې له دولت نه یي همکاري وغوښتله:

"د افغانستان د دولت سیاسي ملاتړ زموږ په کار دی، چې په دې برخه کې ملاتړ او قوي اراده ولري، د نفوس احصائیه باید د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته ورکړل شي چې د هغې له مخې خپل پلاونه جوړ کړي، امنیتي ارګانونه باید ډاډ راکړي چې د هغو مرکزونو امنیت به نیسي، چې موږ پکې نوم لیکنه پیلوو، نړیواله ټولنه باید له دې بهیر سره د مالي مرستې ژمنه ولري."

ښاغلي معنوي په ډاګه نه کړه، چې رایه ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر به کله پیل شي.

خو هغه نوي نوم لیکنه ددې لپاره مهمه وبلله چې په وینا یې د تیرو انتخاباتو د نوم لیکنې بهیر نیمګړی و.

د معنوي په وینا په تیرو انتخاباتو کې اولس نیم ملیونه رایه ورکونکي ثبت شوي و، په داسې حال کې چې په افغانستان کې شاوخوا یولس ملیونه خلک د رایې ورکولو له شرایطو سره سم دي.

نوموړي وویل، چې که چیرې سر له اوسه د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو لپاره په کار لاس پورې نشي، نو د شفافو انتخاباتو ترسره کول به ستونزمن شي.

بلخوا د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال احمدضیا سیامک هیروي ازادۍ راډیو ته وویل چې حکومت د انتخاباتو له کمیسیون سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی:

"هر هغه مرسته چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون یې له حکومت نه وغواړي، د افغانستان حکومت چمتو دی چې د ښو انتخاباتو د ترسره کیدو او په هغې کې د افغانستان د ټولو خلکو د ګډون لپاره خپل اقدامات وکړي او د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته لازمې مرستې برابرې کړي. نو چې هر کله د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وغواړي چې د انتخاباتو د ترسره کیدو لپاره لازم تدابیر ونیسي، د افغانستان حکومت له دې کمیسیون سره همکار دی."

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په داسې حال د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو لپاره د تدابیرو خبره کوي چې د جمهوري ریاست او ولسي جرګې تیر انتخابات له ستونزو او جنجالونو سره مله ول.

په تیر ځل کې د پراخو درغلیو د ادعاوو له امله نژدې وه چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو دویم دور هم ترسره شوی و او د ولسي جرګې د انتخاباتو په وروستیو نتایجو کې یو څه بدلونونه راغلل.

که څه هم د انتخاباتو د کمیسیون په وینا د قانون له مخې باید د جمهوري ریاست راتلونکې انتخابات په ۲۰۱۴ کال کې ترسره شي، خو له مخکې ددغو انتخاباتو د رامخې ته کولو او یا هم ځنډولو بحثونه راپورته شوي.

دغه بحثونه هغه وخت پیل شول چې خپله جمهور رئیس حامد کرزي څه موده مخکې وویل، په دې اړه مشورې کوي چې په ۲۰۱۴ کال کې د امنیت د انتقال پروسه رامخې ته کړي او که نه د جمهوري ریاست انتخابات.
XS
SM
MD
LG