د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۲

″ولسمشر کرزی د ځینو اصلاحاتو لپاره د درېګونو قواو ګډه غونډه رابولي″


د ملي شورا ځینې غړي وايي، چې ټاکل شوې جمهور رییس حامد کرزی په حکومت کې د ځینو اصلاحاتو لپاره د درې ګونو قواو یوه ګډه غونډه راوبولي.

د یو شمیر وکیلانو په وینا جمهور ‍ حامد کرزي د ولسي جرګې رییس ته ویلي چې د چنګاښ په لومړۍ نیټه دې غونډې ته د ولسي جرګې ټول غړي ور وبولي.


د ولسي جرګې ځینې غړي وايي، چې د درې ګونو قواوو په راتلونکې بې سارې غونډه کې به په ښې حکومتوالۍ او اداري فساد سره په مبارزې پورې اړوندو مسایلو بحث وشي.

د ولسي جرګې د روغتیا او ځوانانو د کمیسیون رییس ازادي راډیو ته وویل؛ چې د دې غونډې د جوړېدو خبر د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي ځینو وکیلانو ته په یوې شخصي غونډه کې ورکړی دی.

ډاکتر نقیب الله فایق وویل، چې تراوسه پورې د دې غونډې د جوړيدو په اړه ولسي جرګه په رسمي توګه نه ده خبره شوې.

ښاغلي فایق وویل، چې د سرطان په لومړۍ نیټه د حکومت، ملي شورا او سترې محکمې د دغې غونډې اجنډا ښه حکومتوالي په ګوته شوې:

″د جمعې په ورځ یو شمیر وکیلان د ولسي جرګې درییس له خوا خپل کور ته ور بلل شوي وو؛ د پارلمان رییس په خپلو خبرو کې وویل، چې جمهور رییس د تلیفون له لارې ورته لارښوونه کړې، چې د ولسي جرګې ټول وکیلان همداراز د مشرانو جرګې د رییس له لارې ټول سناتوران خبر کړي، چې د سرطان په لومړۍ نیټه په کابل کې راټول شي، د درې واړو قواوو ګډه غونډه رابلل کیږي او د دې غونډې اجنډا ښه حکومتوالي بلل شوې ده.″

ښاغلي فایق وویل، چې ټاکل شوې د یکشنبې په ورځ یو شمېر وکیلان غونډه وکړي او د ښې حکومتوالۍ په اړه خپل نظریات راټول کړي.

بل خوا د ولسي جرګې دویم منشي فرهاد عظیمي وايي، چې ولسي جرګه به د دې غونډې هرکلی وکړي.

خو ښاغلي عظیمي دغه غونډه د جمهور رییس کرزي یوه داسې هڅه وبلله چې د نوموړي په وینا په حکومت کې د اداري فساد له امله د نړیوالو فشارونو ته پرې ځواب ووايي.

نوموړي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

″نړیواله ټولنه چې تر کومې په افغانستان کې وه، ډيرې پیسې یې د افغانستان له خلکو سره د مرستې په نامه ورکړي دي، د دې پیسو د لګولو د شفافیت په اړه له نړیوالې ټولنې سره ډیرې پوښتنې دي او ښاغلی کرزی هم په دې ښه پوهیږي، چې بهرنیان په ځانګړې توګه اروپايان له نوموړي څه غوښتنې لري، نو نوموړی غواړي چې د دولت د درې ګونو قوو ترمنځ یو لړ همغږۍ رامنځ ته کړي.″

موږ هڅه وکړه چې د اداري فساد پر ضد د مبارزې په اړه د درې ګونو قواوو د جوړیدونکې غونډې په اړه د جمهوري ریاست د ارګ د چارواکو نظر هم واخلو، خو هغوی د اوس لپاره پرې له څه ویلو ډډه وکړه.

دغه غونډه په داسې حال کې جوړیږي چې ټاکل شوې راتلونکې میلادي میاشت د چاپان په توکیو ښار کې له افغانستان سره د مالي مرستو په اړه یو بل نړیوال کنفرانس جوړ شي.

پخوا هم حکومت د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره بیلابیلې غونډې او ادارې جوړې کړي دي، خو داسې ښکاري چې د پام وړ نتیجه یې نه ده ورکړې.
XS
SM
MD
LG