د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۳

چین له افغانستان سره د مرستې ژمنه وکړه


د چین حکومت نن له افغانستان سره د لږ تر لږه ۲۴ میلیونو ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

د چین ولسمشر ویلي دي، چې هیواد به یې په افغانستان کې د ناروغیو د کنټرول او د سرحدونو دامنیت په ټینګولو کې مرستو ته دوام ورکړي.

هوجین تاو نن په پيکنګ کې له ولسمشر حامد کرزي سره تر لیدو وروسته وویل:

"افغانستان اوس په حساسه مرحله کې دی. چین د افغانستان ملګری او د اعتماد وړ ګاونډی دی.

موږ به په راتلونکې کې هم له افغانستان سره د دوستانه اړیکو ټینګولو پالیسۍ ته متعهد پاتې شو.

موږ به له افغانستان سره خپلو صادقانه مرستو ته دوام ورکړو."


د ولسمشرانو حامد کرزي او هو جین تاو تر منځ د خبرو په نتیجه کې دا اقدام ، د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت لپاره یو پرمختګ بلل کیږي.

ولسمشر حامد کرزي هم د شنجین ولایت په ارتباط په خبرو کې د چین پر ځمکنۍ بشپړتیا ټینګار کړی دی. په شنجین ولایت کې زیات ایغورو مسلمانان اوسي.

پیکنګ وايي، چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونوتر وتلو وروسته د دې هیواد په اقتصادي بیا رغونه کې د ستر رول لوبول غواړي. رپوټونه وايي، چین اوس هم د افغانستان د تیلو او منرالونو پر معادنو د یو ملیارد ډالرو پانګونه کړې ده .
XS
SM
MD
LG