د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۶

امريکا له پاکستان سره د اکمالاتو ستونزه پای ته رسوي


امريکا هڅه کوي، د پاکستان له لارې د اکمالاتو مساله هواره کړي. د همدې لپاره د امريکا د دفاع وزارت يو چارواکي اسلام اباد ته روان دی.

کله چې د نومبر په مياشت کې نړېوالو ځواکونو د پاکستان دننه څلرويشت پاکستاني عسکر ووژل پاکستان له خپلې خاورې په افغانستان کې پر بهرنيو ځواکونو د اکمالاتو لاره بنده کړه. تر دې پيښې مخکې نړېوالو ځواکونو نژدې ديرش په سلو کې اکمالات د پاکستان له خاورې کول.

اسلام اباد په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د اکمالاتو لپاره د ډيرو پيسو غوښتنه کوي او واشنګتن د پاکستان دا غوښتنه نه مني، چې د پاکستاني پوځيانو د وژلو لپاره بخښنه وغواړي.

پخوا پاکستان د يوې لارۍ پر سر دوه سوه پنځوس ډالره له بهرنيو ځواکونو اخيستل، اوس پنځه زره ډالر د يوې لارۍ پر سر غواړي او امريکا د پنځه سوه ډالرو وړانديز اسلام اباد ته کړي دي.

د دوشنبې په ورځ ناټو له ازبکستان، قرغزستان او قزاقستان سره موافقه وکړه څو له خپلې خاورې د ناټو ځواکونو وسايل او وسايط پريږدي. ورته موافقه مخکې له روسيې سره شوې وه.

د اسوشيتد پريس اژانس په وينا د دې لپاره چې واشنګتن د منځنۍ اسيا د هيوادو موافقه ترلاسه کړې ، نو اوس له پاکستان سره د خبرو په برخه کې لږ خلاص لاس لري.

د پيښور په پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو د څانګې مشر پوهاند ډاکټر اعجاز خان وايي، مخکې پاکستان داسې انګيرله چې له دې هيواده پرته امريکا په سيمه کې څه نه شي کولي:

"پاکستان داسې ګڼله چې امريکا له دې هېواده پرته خپل اهداف نه شي ترلاسه کولي، نو د خپل قيمت زياته ګټه به واخلم.

امريکا تر څه بريده ګټه ورکوله، ځکه چې پاکستان د موقعت له پلوه اهميت لري، خو څه چې پاکستان غوښتل هغه د امريکا په نظر ډيره ګران و، نو نورې لارې چارې ورته غوره ښکاره شوې"


تمه ده چې د امريکا د دفاع وزارت يو چارواکي پيټر لاواي د شنبې يا يکشنبې په ورځ اسلام اباد ته ولاړ شي او هلته له پاکستاني چارواکو سره د پاکستان له لارې د اکمالاتو مساله هواره کړي.

د پوځي چارو پاکستاني کارپوه حسن عسکري رضوي وايي، د منځنۍ اسيا له هيوادو سره د ناټو موافقه د امريکا لپاره له پاکستان سره په خبرو کې يو امتياز دي، په تيره بيا چې يو شمير کسان په پاکستان کې داسې فکر کوي چې امريکا پر پاکستان متکي ده او بله لاره نه لري.

رضوي بيا وويل چې په دې کې هم شک نه شته چې د منځنۍ اسيا لاره د امريکا لپاره ګرانه او اوږده ده.

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الين په وروستيو کې وويل، د افغانستان د شمال له لارې اکمالات د پاکستان په مقايسه دوه برابره ګرانه دي، خو د امريکا د دفاع وزارت له اټکل سره چې د جنوري په نيمايي کې يې کړي و، د شمال لاره د پاکستان په پرتله شپږ چنده ګرانه ده.

د پاکستان د دفاعي چارو څيړونکي متقاعد جنرال طلعت مسعود وايي، که چيرته ټول وسايل او وسايط بهرنيان د افغانستان د شمال له لارې بهر کړي نو پاکستان به ستر فرصت له لاسه ورکړي. طلعت مسعود زياته کړه اسلام اباد به په دې ډول هم له اقتصادي پلوه تاوان وکړي او هم به له ناټو سره د اړيکو له پلوه.
XS
SM
MD
LG