د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

په کندهار کې یوې ځان وژونکي حملې ۷۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده


په کندهار کې نن له غرمې مخکې په شوېو ځان وژونکو حملو کې دوه اویا کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا حمله نن له غرمې مخکې شاوخوا یوولس بجې د کندهار هوایي دګر ته نږدې د بهرنیو ځواکونو د اکمالاتي کاروان په یو تم ځای کې شوې.

په سیمه کې د آزادۍ راډیو خبریال وایي چې کله خلک د لومړي برید د جسدونو په راټولولو بوخت شول بله چاودنه وشوه.

د کندهارد والي مرستیال جاوید فیصل آزادۍ راډیو ته وویل چې پدې برید کې دوه ویشت کسان وژل شوي او پنځوس تنه ټپیان شوي دي.

دی وایي چې وژل شوي او ټپي شوي کسان ټول عام وګړي وو.

بل خوا ددې پیښې مسوولیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی او وايي چې وژل شوي کسان ټول د ناټو د اکمالاتي کاروانونو موټر چلوونکي او کارکوونکي وو.
XS
SM
MD
LG