د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

″په غزني کې طالب وسله وال د پیسو په بدل کې خوشې کیږي″


په غزني ولایت کې داسې ډیر موارد شته چې امریکایې چارواکي پر ایتلافي ځواکونو د حملو په اړه ډېر قوی شواهدو لري؛ خو نه شي کولی، چې د مخالفو وسله والو د خوشې کېدو مخه ونیسي.

دا ځکه چې د امریکایي چارواکو په وینا افغان چارواکي یې د خلاصون لپاره بډې اخلي. ډیلې ټلګراف د دې رشوت اندازه د پونډ سره پرتله کړي او لیکي، چې دا رشوت تر زرګونو پونډو پورې رسیږي، چې که په افغانۍ شي نو خبره یې لکونو ته ووځي.

د افغانستان د استخباراتو یو پخواني چارواکي ډېلي ټلګراف سره په خبرو کې دا مساله تایید کړې؛ چې دا ډول بډې اخیستل له څه وخته ډیر شوې دي.

د امریکا د هوايي ځواک یو شمېر عسکر په دې وروستیو کې غزني ته لیږل شوي؛ څو دمخه تر دې چې افغان ځواکونه امنیتي چارې په غاړه واخلي او دوې له افغانستان څخه ووځي په دې سیمه کې امنیت ټینګ کړي.

په دې وروستیو کلونو کې طالبان دې سیمې ته په ازاده تګ راتګ کوي او د کابل غزني او کندهار په لاره پر پوځې کاروانونو حملې کوي.

له کله چې د هوايي ځواک امریکايي عسکر غزني ته تللی د دوی اوه تنه وژل شوي او دوی په ځانګړې توګه د هغو بمونو د چادونو په پیښو کې وژل شوي چې دننه په کورونو کې جوړ شوي او د سړک په غاړه ښځ شوي وي.

ډېلي ټلګراف لیکي، د دې پیښو په ارتباط د نیول شویو کسانو په اړه شواهد راټول شوي؛ خو د چارواکو له خوا ورته پاملرنه نه ده شوې او بندیان خوشي شوي دي.

یوتن د شکایت په بڼه ډېلي ټلګراف ته ویلي، موږ د هغو کسانو په اړه خبرې کوو، چې ممکنه ده لاس یې په امریکایي وینه ککړ وي.

ډېلي ټلګراف په دې اړه یو مثال راوړی، لیکي، په ″مُقر″ کې یو سړی د مارچ په یو دېرشمه په خپل کور کې له اتو بمونو سره نیول شوی و؛ خو دوه اونۍ وروسته خوشې شو او بیا هیڅکله محاکمه هم نه شو.

بل مثال یې د هغه وسله وال سړي په اړه ورکړي، چې د طالبانو له پټنځای څخه د یوې حملې په مهال نیول شوی و؛ خو وروسته بیا بې له کومې مشورې سمدستي خوشې شوی و.

له هغه مهاله چې د هوایي ځواک دا بهرني عسکر غزني ته رسیدلي په مقر کې له شلو نیول شویو بندیانو څخه لا معلومه نه ده؛ چې څو تنه یې په زندان کې دي.

هر کله چې له افغان چارواکو څخه د دغه بندیانو په اړه پوښتل شوي؛ دوی ویلي، چې دا کسان په غلطي توقیف شوي وو او دوی د بندیانو پر بې ګناهۍ په قران قسمونه خوړل او وروسته بیا لږ تر لږه په یوې پیښې کې امریکایي چارواکو دا خبره معلومه کړه؛ چې دې خلکو شپږلکه پاکستاني کلدارې اخیستي او بندیان یې خوشې کړي دي.

له مقر سره نژدې په قره باغ ولسوالۍ کې هم ورته پیښه شوي او نیول شوي کسان خوشې شوي دي.

له کله چې د روان کال په لومړیو کې په کابل کې افغانانو ته د بګرام زندان د بندیانو د سپارلو په اړه فیصله وشوه؛ نو بیا هر نیول شوی بندي افغان مقاماتو ته سپارل کیږي.

محمد عارف شاه جهان چې تر تیرکاله په غزني کې د استخباراتو رییس و؛ ډېلې ټلګراف ته ویلي له ډیره وخته په بندیانو تجارت روان دی. هغه ویلي دوی هغه اصلي طالبان خوشې کوي او داسې خلک ساتي چې هېڅ هم نه دي.

هغه افغان چارواکي ګرم بللي؛ خو په عین حال کې یې امریکایي ځواکونه هم په دې ملامت کړي؛ چې په غلطي یې تیر کال د طالبانو لوی کسان د ده د اعتراضونو سره سره خوشې کړل.

د غزني والي، موسی خان اکبرزاده د ادري فساد په اړه بې خبرې ښودلې او ویلي یې دي؛ چې په غزني کې ټول بندیان باید محاکمه شي.

هغه ویلي، که موږ چرته کوم جنایت کونکی ووینو نو لاس نیولي به یې محکمې او قضا ته معرفي کړو.
XS
SM
MD
LG