د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۰

“په کندز کې پر یوې نجلۍ جنسي تیری نه دی شوې، په زوره نکاح شوې ده″


د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي
د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په کندز کې د یوې ځوانۍ انجلۍ د جبري نکاح په تړاو یې دوه کسه نیولي، چې اوس مهال ترې تحقیقات روان دي.

که څه هم ویل شوي، چې پر دې اتلس کلنۍ انجلۍ باندې د سیمه ییزو پولیسو له خوا جنسي تیری شوی، خو د کورنیو چارو وزارت بیا وایي، چې دا جنسي تیری نه بلکه جبري نکاح وه.

په داسې حال کې چې په کندز کې پر یوې 18 کلني انجلۍ د سیمه ییزو پولیسو له خوا د جنسي تیري پیښي د خلکو سخت عکس العملونه را پارولي، او دې کسانو ته سخته سزا غواړي، خو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې دغه پیښه د جنسي تیري نه بلکې د جبري نکاح ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا یوه پیچلې موضوع ده او د انجلۍ د کورنۍ له خوا پولیسو ته ویل سوي، چې له دې سره جبري نکاح سوې.

ښاغلی صدیقي وايي، چې دوه تنه سیمیز پولیس نیول سوي، او په دې اړه څېړني رواني دي.

“دا په کندز کې یوه جنجالي قضیه ده، د نیویارک ټایمز په راپور کې چې د ډله ییز جنسي تیري خبره شوې وه، تر اوسه دا خبره نه شو کولای ومنو.

جدي پلټني رواني دي دوه کسه تر اوسه پولیسو نیولي دي، چی د نجلۍ د کورنۍ له خوا عریضه سوې ده، په عریضه کې په ښکاره لیکل سوي، چې دوی یوه کورنۍ موضوع درلوده او یوه جبري نکاح سوې ده.

دا یې نه دي لیکلي چې جنسي تیر دي پر نجلۍ سوی وي، موضوع تر څېړني لاندي ده.”

خو د لعل بي بي په نامه د کندز یوې اتلس کلني انجلۍ نیویارک ټایمز ته ویلي، چې دا د سیمه ییزو پولیسو له خوا وتښتول شوه او بیا د مې میاشتي پر ۱۷ ورباندې ډله ییز جنسي تیری شوی دی.

لعل بي بي وايي، چې سیمیزو پولیسو دا پنځه ورځي بندي کړې وه، نوموړي له افغان حکومت څخه غواړي، چې پر دې تیري کوونکو ته دي سخته سزا ورکړي او که هغوی ته جزا ورنه کړل سي دا به ځان ته د مرګ سزا ورکړي.

ولسمشر کرزي د کورنیو چارو وزارت ته امر کړی، چې د سیمیزو پولیسو دغه ډله ونیسي او قضايي او عدلي ادارو ته یې وسپاري.

افغان ښځي وایي، چې په دې ډول سره د یوې ښځي ټول ژوند بربادیږي، په کورنۍ او ټولنه کې یې هم نوم بدیږي.

دوی وايي افغان حکومت دي پر ښځو جنسي تیري کوونکو او د دوی زورونکو ته سخته او علني سزا ورکړي.

“د دولت بې غوري ده، که نه ښځي به هیڅ وخت داسي نه کېدلای، له دولته مو غوښتنه دا ده، چې ډیر پام وکړ، په دې خاطر چې په دې سره د یوې ښځي ټول ژوند بربادیږي.

د خلکو مخته دي مجرمینو ته سخته سزا ورکړي، چې د نورو عبرت سي.

حکومت باید جدي فکر وکړي، ولي پر ښځو دونه جبر کیږي، د دوی سزا باید پټه نه سي، ښځي بېوزلي څه نه سي ویلای، هرڅه پر ځان په پټه خوله تیروي، مجرم کسان دي اعدام کړي، سزا دي وکړي.”

خو دا په افغانستان کې پر یوې ښځي د تیري او زوروني لومړۍ پیښه نه ده، بلکې تر دې مخکې په بلخ ولایت کې له نګینې څخه خپل خاوند بې دلیله ژبه پرې کړې وه.

په ارزګان کې بیا د عائیشې میړه له هغې څخه غوږونه او پزه پرې کړي وه او په بغلان کې بیا سحر ګل هغه ناوې وه، چې د کورنۍ له خوا تر حد ډیره وهل سوې او پولیسو په مړژواندي حالت کې د همدې کورنۍ له منګولو وژغورل.

په افغانستان کې یوه ښځه په دې هم وژل سوې، چې ولي یې لور زیږولې او په دې هم له ژونده بې برخي سوې، چې اولاد یې نه کیدی.

راپور: معصوم میوند‎
XS
SM
MD
LG