د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۵۵

امريکا په افغانستان کې د هند پراخه ونډه غواړي


له ښي خوا- د هند صدر اعظم من موهن سنګه او د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا
له ښي خوا- د هند صدر اعظم من موهن سنګه او د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا
د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر لیون پنیټا د سې شنبې په ورځ له هندي چارواکو سره د خبرو په مقصد نوي ډهلي ته ورسید او هند یې وهڅاوه چې په افغانستان کې زیاته فعاله ونډه واخلي.

واشنګټن په تېر وخت کې داسې فکر کاوه، چې هند له پاکستان سره دښمني لري او په افغانستان کې د دې هیواد زیاته او فعاله ونډه به د لویدیځ متحد، یعنې پاکستان خپه کړي. هند یوازي د افغانستان په پراختیایي پروژو او د عسکرو په روزنې کې مرسته کوله.

هند ته د پنیټا له رسیدو او دوه ورځني سفر مخکې، امریکایي چارواکو خبریالانو ته وویل، دا چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې ناټو خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي، د امریکا پالیسي هم بدله شوې ده.

د امریکا د دفاع وزارت یوه جګ پوړي چارواکي، چې د نامه له ښودلو څخه یې ډډه وکړه او له پنیټا سره په الوتکې کې هند ته روان و، خبریالانو ته یې وویل:

“په تېرو لسو کلونو کې د بیلا بېلو دلایلو له وجي، هند په افغانستان کې کومه خاصه فعاله ونډه نه ده اخیستې. موږ په افغانستان کې د هند د فعالې ونډې، په سیاسي او اقتصادي ډګر کې د دوی د زیاتې فعالې ونډې هرکلی کوو.”

چارواکې وایي، د امریکا دفاع وزیر لیون پنیټا د هند له صدراعظم ″منموهن سنګ″ او د دې هیواد د ملي امنیت له سلاکار ″شیو شنکر مینون″ سره د سه شنبې په ورځ وکتل او د افغانستان د پوځ او پولیسو د روزنې، د آسیا پر لور د امریکا د نوې ستراتیژیکې پاملرنې اود دواړو هېوادونو تر منځ د پوځي اړیکو د پراخیتا پر مسالو یې خبرې وکړې.

د پنیټا ویاند ″جورج لیټل″ وویل، له منموهن سنګ او شنکر مینون سره په کتنو کې د امریکا دفاع وزیر د آسیا پاسفیک د سېمې د بیا توازن او د امریکا لپاره د هند د اهمیت په اړه بحث وکړ.

امریکایي چارواکو د هند او پاکستان ترمنځ دښمني او بې باوري ومنله؛ خو دا یې هم وویل، چې دواړه هیوادونه باید خپلې ګډې ګټې د افغانستان په سولې کې ولټوي.

هند د افغانستان د بیا رغاونې لپاره شاوخوا دوه میلیارده ډالره مرسته کړي، خو په دې هېواد کې د اسلامي بنسټ پالو د بیا راتګ په اړه اندیښنې لري.

د لندن په ″رویال یوناټېد انسټيټیوټ″ کې د جنوبي آسیا د امنیتي چارو کارپوه ″ششنک جوشي″ وایي، هند اندیښمن دی، چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې یعني د ناټو ځواکونه له وتلو ورسته به په افغانستان کې څه پیښ شي.

جوشي وایي: “هندیان باور لري، چې افغان دولت تر هغه څه نازک او ماتیدونکی دی، چې امریکا او انګلستان یې فکر کوي. دوی بیره لري، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې به دا هیواد ټوټه ټوټه شي، جهادیان به ختیځ ته مخه کړي او د هند ګټې به له خطر سره مخامخ کړي”.

فرانسپرس زیاتوي، د واشنګټن دا غوښتنه یا وړاندیز چې هند دی په افغانستان کې خپله ونډه زیاته کړي، په پاکستان باندې د فشار اچولو په مقصد ده، تر څو اسلام آباد مجبور شي د ناټو پر مخ ټرانزیټي لار پرانیزي.

د امریکا له دفاع وزیر پنیټا سره له کتنې او خبرو وروسته هندي چارواکي سلا شول؛ چې امریکایي ټیمونه دې د هند په شمال لویدیځ کې د هغو ورکو شویو امریکایانو لټون وکړي، چې په دوهم نړیوال جنګ کې تري تم شي ودي.

د امریکایانو په اټکل شاوخوا څلور سوه امریکایي پوځيان او شاوخوا نوي جنګي الوتکې یې د دوهم نړیوال جنګ په کلونو کې په هند کې تري تم شوي دي.


مخکیني معلومات:

د امريکا دفاع وزير نن سه شنبې نوي ډيلي ته ورسيد او د خپل دوه ورځني سفر په اوله ورځ د هند له صدراعظم سره د افغانستان په اړه خبرې کوي.

د رپوټونو له مخې ليون پنيتا هندي چارواکي هڅوي چې له افغانانو سره په پوځي او اقتصادي برخو کې تر پخوا مرستې زياتې کړي.

امريکايي چارواکي څرګندوي چې ليون پنيتا به په نوي ډ يلي کې د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې له نوي ډيلې وغواړي چې په افغانستان کې تر پخوا په پوځي او اقتصادي برخو کې ډيره ونډه ولري.

د امريکا د دفاع وزارت يو مسوول چې په هغه الوتکې کې سپور و چې دفاع وزير يې هند رساوه، رسنيو ته د خپل نوم له اخيستو پرته وويل، هند تر اوسه په افغانستان کې فعاله برخه نه ده اخيستې خو په دغه هيواد کې د هند د ډيرې فعالې برخې اخيستو هرکلي کوو.

د دې مسوول په وينا دا فعاليت بايد هم په سياسي برخه کې وي او هم په اقتصادي برخه کې. دغه امريکايي زياته کړه چې امريکا هيله لري چې هند د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې بهير پراخ کړي.

هند مخکې هم افغان ځواکونه روزلې دي خو شمير يې لږ و. فرانس پريس اژانس څرګندوي چې تمه ده چې د امريکا دفاع وزير دا مساله له هندي چارواکو سره وڅيړي او کله چې له صدراعظم من موهن سنګ او د هند د ملي امنيت له سلاکار شيف شنکر مينون سره ويني له دغه هيواد سره د پوځي اړيکو د پراختيا پر مسالې هم خبرې کړي.

پانيتا به د چهارشنبې په ورځ د امريکا د تګلارې په اړه وينا هم وکړي.

د اکتوبر په مياشت کې افغانستان او هند د ستراتيژيکو همکاريو يوه موافقه لاسليک کړه چې له مخې يې دواړه هيوادونه بايد په امنيتي او اقتصادي برخو کې اړيکي پراخ کړي.

نوي ډيلي تر اوسه له کابل سره نژدې دوه ميليارډه ډالر مرسته کړې ده.
XS
SM
MD
LG