د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۴

ولسمشر کرزی د شنګهایي په غونډه کې د ګډون لپاره چین ته لاړ


ولسمشر حامد کرزی
ولسمشر حامد کرزی
افغان ولسمشر حامد کرزې او ملګرې پلاوی یی د شنګهایی په غونډه کې د ګډون لپاره، چې په چین کې جوړیږي د سه شنبې په ورځ له کابل نه بیجنګ په لور روان شو.

د جمهوري ریاست د رسنیو د دفتر په وینا پدې سفر کې به افغان ولسمشر د شنګهایی د همکاریو د سازمان په دوه ویشتمه سرمشریزه کې له ګډون سربیره د روسیی، ایران، پاکستان او کوربه هیواد چین له مشرانو سره دوه اړخیزې ناستې ولري.


چین ته د ولسمشر کرزي د سفر یوه مهمه برخه د دواړو هیوادونو د مشرانو ترمنځ د یوې اعلامیې لاسلیکولو ته ځانګړې شوې، چې د کابل او بیجنګ ترمنځ به د ستراتیژیکو همکاریو یو منظم چوکاټ ته لار هواره کړي.

افغان ولسمشر د شنګهایي سازمان په سرمشریزه او د دغه سازمان د غړو هیوادونو له مشرانو سره د خبرو لپاره د سه شنبې په ورځ بیجنګ ته روان شو.

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي له ازادۍ راډیو سره په یوه ځآنګړې مرکه کې وویل، چې د دواړو مشرانو ترمنځ د دې اعلامیې له لاسلیک وروسته به کابل او بیجنګ د ستراتیژیکو همکاریو لپاره د یو منظم چوکاټ په جوړولو کار پیل کړي.

″د دې اعلامیې له امظاء کولو سره به د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د اوږد مهالو ستراتیژیکو همکاریو پر سند باندې کار پیلوي، چې د دې سند پر اساس به د افغانستان او چین ترمنځ د همکاریو یو نوی چوکاټ تعییږي، په دې کې د همکاریو مختلفې ساحې دي، چې چین به له افغانستان سره په سیاسي ډګر کې، په امنیتي ډګر کې په اقتصادي ډګر کې او همدا راز په فرهنګي ساحه کې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي او په دغو ساحو کې خپلو همکاریو ته پراختیا ورکوي.″

ښاغلي فیضي دا هم وویل، چې د دې سفر په مهال به چین له افغانستان سره د یو سل او پنځوسو میلیونو چینایي ینو د مرستو اعلان وکړي، چې شل میلیونه امریکایی ډالره کیږي.

که څه هم افغانستان د امریکا، بریتانیی، جرمني، فرانسې په ګډون له یو شمیر لویدیځو هیوادونو سره د ستراتیژیکو همکاریو تړونونه لاسلیک کړي، خو له هند وروسته چین د سمیې دویم هیواد دې، چې افغان حکومت ورسره ستراتیژیکې اړیکې لاسلیکول غواړي.

د ښاغلي فیضي په وینا له چین سره به د ستراتیژیکو همکاریو د اعلامیی د لاسلیک ترڅنګ افغان ولسمشر به هڅه وکړي، چې یو ځلې بیا د سمیې هیوادونو ته د افغانستان او امریکا او نورو هیوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو په اړه ډاډ ورکړي.

ټاکل شوې، چې د شنګهایی د غړو هیوادونو دا سرمشریزه د چهار شنبې په ورځ د چین په پلازمینه بیجنګ کې د دوو ورځو لپاره پرانستلې شي.

د دې ترڅنګ، چې افغانستان ته به پدې ناسته کې د څارونکي دریځ ورکړای شي، افغان ولسمشر به د چین، روسیی، ایران او پاکستان له مشرانو سره هم دوه اړخیزې ناستې ولري.

د ولسمشر ویاند ښاغلي فیضي وویل، چې د دې ترڅنګ ځینو چینایي پانګه والو هم له ولسمشر کرزي سره د لیدنې غوښتنه کړې.

″ځینو چینایي پانګوالو له ولسمشر حامد کرزي څخه د ملاقات غوښتنه کړې ده، د دې سفر په ترڅ کې به ولسمشر حامد کرزی له ځینو چینايي پانګوالو سره ګوري، دا چې دغه پانګوال په کومو برخو کې غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي، دا تر اوسه پورې روښانه نه دي. خو تراوسه پورې ځیني ملاقاتونه زموږ له خوا تایید او منل شوي دي.″

چین که څه هم په تیرو دریو لسیزو کې د افغانستان له پیښو ځآن تر یوه حده ګوښه ساتلې، خو اکثره افغان کتونکي له پاکستان او ایران سره د چین اړیکو ته په پام سره دا باور څرګندوي، چې دغه هیواد په افغانستان کې د امنیت په ټینګښت کې مهم رول لوبولې شي.

مخکې له دې، چې دغه هیواد له افغانستان سره د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړي، همدا اوس دغه هیواد د افغانستان په کانونو کې پراخه پانګه ونه کړې، چې د لوګر میس عینک یی یوه ستره بیلګه ده.
XS
SM
MD
LG