د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۳

په هلمند کې ملي اردو د ملکي كسانو ۲۷ دوكانونه وسوځول


د ګرشك ولسوالۍ په تر ټولو ناارامه سيمه يخچال كې د يوه تازه پرانستل شوي بازار اوه ويشت دوكانونه سوځول شوي دي.

د يخچال خلك وايي، دغه دوكانونه د راغلي امنيت له امله تازه پرانستل شوي وو، خو وروسته ترهغه د ملي اردو يوې ډلې عسكرو وسوځول؛ چې په يوه دوكان كې ناستو وسله والوطالبانو د ملي اردو دوه تنه سرتيري ووژل.

يخچال ګرشك ته څيرمه د تنګي په څير خورا دا هميته ډكه سيمه وه، چې وسلوالو طالبانو پرې په عامه ورځ كولى سول دافغان او بهرنيو سرتيرو كارونونه تر بريد لاندې راولي.

د يخچال خلك وايي، د ملي اردو هغه پوستې چې دوه تنه يې وسله والو طالبآنو په رڼا ورځ ووژل د شپې له پلوه د دغه اوه ويشت بابه دوكانونو مناوو ته اورو اچولى او ان د ځينو دوكانونو دوازې يې ماتې كړي او په کې پراته د دوكاندارۍ توکي يې د اوبو لويي ويالي ته اچولي وو؛ چې دوه ورځې د يخچال د يوشمېر سيمو خلكو اوبه نه درلودي.

د ګرشك ولسوال محمد سليم رودي هم دغه پيښه مني، چې د ملي اردو كسان په کې پړه دي. رودي وويل تراوسه
خلكو ده ته مراجعه نه ده كړې، چې تاوان وركړي.

كه څه هم دا پيښه يوه اونۍ وړاندې رامنځته شوې وه، خوجزيات يې هغه وخت جوت شول، چې خپله هغه سيمې ته دليدلو لپاره ولاړم.

په پخچال کې هغه دوكانونه، چې وړاندې په کې هرډول توکې پلرول کېدل په تور دود او لمبو لولپه شوي وو
او ډير نږدې ورته د تيلو څلور سترټانګران هم سوځيدلي پراته وه.

د ملي اردو د۲۱۵ميوند قول اردو مشر اركان حرب سيد ملوك د ټليفيون پركرښه دازادۍ راډيو ته وويل؛ په دې نه دى خبر چې د ملي اردو سرتيرو په يخچال کې اوه ويشت دوكانونه سوځولي دي. خو په دې خبر دى، چې د ملي اردو دوه تنه سرتيري په دې بازار کې وسله والو طالبانو له لوري د يوه خياط له دوكانه په استفاده وژلي دي.

ملوك وويل، په دې اړه يې چې څنګه د ملي اردو كسان ووژل شوه؛ هيات هم استولی دی، خو چاورته په يخچال کې د اوه ويشت دوكانونو د سوځولو نه دي ويلي.

د نهرسراج مربوط يخچال او د پوپلزو ښاخ دوې هغه سيمې دي؛ چې تازه د وسله والو د روزمره ډيرو بريدونه په امن کې راغلي دي.

د سيمې خلك وايي، د ملي اردو پر دغه پوست د وسله والو له لوري د ډيرو بريدونو له امله په اردو کې عقده
پيدا كړې او د يخچال ټول دوكانونه يې هم د خپلي كرکې له مخي سوځولي دي.

خو اركان حرب سيد ملوك وايي، اردو د خلكو د امنيت ساتلو مسووليت لري، نه له خلكو سره د كرکې او عقدي.

دا په هلمند کې لمړى ځل دى، چې د ملي اردو له لاسه د خلكو ملکیتونه په اور لولپه کېږي. خلك وايي، كه چېرې د اردو دلاسه دغه ډول كارونه زيات شي نو خلك به بيرته وسله والو طالبآنو ته مخ كړي.
XS
SM
MD
LG