د افغانستان په اړه د انډپنډنټ د وروستۍ ګڼې مقاله په بدخشان کې د یوې بهرنۍ موسسې د تښتول شویو کارکونکو د خوشې کېدو لپاره پر عملیاتو را څرخي.
ورځپاڼه لیکي، یوه بریتانوۍ میرمن او د هغې درې همکاران چې په ډيره لرې پرته سیمه کې تښتول شوي وو، د ناټو د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو او سړي تښتونکو له منګولو خلاص شول.
سړو تښتونکو چې لاسي بمونه او ماشیني وسلې ورسره وې، دوی ۱۱ ورځې په غار کې ساتلي وو.
په عملیاتو کې پینځه تنه تښتونکي وژل شوي دي، خو د ناټو عسکرو او تښتول شویو کسانو ته زیان نه دی رسیدلی.
دا بریتانوۍ ښځه (Helen Johnston) نومیږي او ۲۸ کلنه ده.
د دې روغتايي حالت ښه دی او په کابل کې د بریتانیې په سفارت کې ده.
هیلین د تغذیې متخصصه ده او د لکه څرنګه چې د انډپنډنټ ورځپاڼه لیکي، کورنۍ يې د خوشې کېدو د خبر په اوریدلو ډيره خوشحال شوې ده.
انډنپنډنټ ورځپاڼې د بریتانې د صدراعظم ډېوېډ کامرون خبرې راخیستي دي، چې وايي: ″زموږ عسکرو دا سخت عملیات په بې سارې زړه ورتیا تر سره کړل. موږ د هغوی نومونه نه شو خپرولای، خو زموږ ټول هیواد باید وپوهیږي چې د داسې زړه ورو خلکو ډله لرو چې فوق العاده خدمت کوي.″
صدراعظم کامیرون دا عملیات د ټولو تروریستانو لپاره یو خبرداری بللی دی.
ښاغلي کامرون ویلي: ″هغوی باید وپوهیږي، چې د بریتایې د وګړو د برمته کولو په بدل کې پيسې نه شي ترلاسه کولای. موږ نه پیسې ورکوو، نه بندیان تبادله کوو. هغوی باید د چټکې او بې رحمانه خاتمې توقع ولري.″
د انډپنډنت په حواله، سره له دې چې برمته شوي کسان له خطر سره مخامخ وو، ډېوېډ کامیرون د هغوی د خوشې کولو لپاره د عملیاتو امر کړی وو.
په دې ځانګړو ځواکونو کې، چې په بدخشان کې يې عملیات ترسره کړل د بریتانوي ځواکونو ۲۲ عسکرو چې په کابل کې دیره دی برخه درلوده.
د ځانګړو افغان ځواکونو (پړانګانو) ډلې، د نوي زیلانډ ځانګړو عسکرو، د امریکا رینجرو او سمندري عسکرو هم په دې ماموریت کې ونډه درلوده.
په تیرو لسو کلونو کې د افغانستان په ځيني سیمو کې زیات بهرنیان تښتول شوي دي.
د دوه کاله مخکې هم په بدخشان کې د بهرنیو صحي کارکونکو ۱۰ کسیزه ډله ووژل شوه، چې پړه یې پر وسله والو ور واچول شوه.
انډپنډنټ ورځپاڼه وايي، په دې کسانو کې شپږ امریکاییان او یوه بریتانوۍ ډاکټره ( Karen Woo) شامله وو.
په داسې حال کې چې پاکستان د ناټود اکمالاتو لپاره خپلې لارې تړلې دي، د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د سالنګ پر لویه لاره د تګ راتګ څرنګوالي ته کتنه کړې ده.
د نیویارک ټایمز خبریال (Rod NORDLAND) په دې مقاله کې لیکلي: ″د ناټو پر اکمالاتي کاروانونو د پاکستان د بندیز اغیر بل هیڅ ځای دومره زیات نه لیدل کیږي، لکه دلته، د هندوکش په څوکو کې چې محسوسې دي.″
دا کابل او نورو سیمو ته د اکمالاتو یوازنۍ بدیل ځمکنۍ لاره ده.
په سالنګ کې، د شوروي له وخت څخه د پاتې شوي او په ګولیو داغل شوي تونل شمال اوجنوب لوري ته زرهاوو لارۍ موټر د تیریدو لپاره په نوبت کې ولاړ دي.
دا یوازنۍ لاره ده، چې د منځنۍ اسیا له هیوادونو څخه د ناټو د موادو د کاروانونو درانه موټر شمالي ولایتونو او بیا نور افغانستان ته پرې تیریږي.
د سالنګ په څه باندې درې نیم زره متره لوړه څوکه تیر شوی تونل په ځينې برخو کې تر شپږمتره زیات وسعت او ارتفاع نه لري.
د ناټو پر اکمالاتو بار درنې لارۍ، باید ساعتونه انتظار وکړي څو یوې بلې ته د تیریدو لاره ورکړي.
د تونل دننه ګروپونه او هغه کمرې چې د ستونزو د پيښیدو په وخت کې د خبرتیا لپاره لګول شوي کار نه کوي.
د تونل له چت څخه مدام اوبه څڅیږي ، نو د سړک پرمخ چکړې دي، خټي دي او د کانکریټ ټوټې پرتې ډي.
د نیویارک ټایمز د مقالې لیکوال وايي، له دې امله د سالنګ لاره له ګڼې ګونې ډکه ده او سرک خراب شوی دی.
ډریورانو ویلي، چې یوه لارۍ اوس له کابل څخه د حیرتان تر بندر پورې په اتو یا لسو ورځو کې رسیږي.