د ملي امنیت ادارې په هیواد کې د بلوڅو بیلتون پالو د روزنیزو کمپونو د موجودیت په اړه د پاکستان ادعا ناسمه بولي او وایي، چې دوی به کله هم په هیواد کې د داسې روزنیزو او ترورستي کمپونو فعالیت ته اجازه ورنکړي.
تر دې مخکې په بلوچستان کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو یو قومندان ویلي وو، چې اوس مهال په افغانستان کې د بلوڅو بیلتون پالو شاوخوا دیرش روزنیز کمپونه موجود دي، چې په پاکستان او په تیره بیا په بلوچستان کې نا امنیو ته لمن وهي.
خو د هیواد د ملي امنیت د ادارې یو ویاند شفیق اله طاهري د یکشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې دا ادعا بې بنسټه وبلله او ویویل، که له پاکستان سره دداسې کمپونو د موجودیت په اړه کوم اډرس موجود وي، نو له دوی سره دې شریک کړي.
″ما ویل، چې دوی دقیق ادرس نه لري، مونږ ته دې ادرس راکړي، که چیرې په افغانستان کې داسې کمپونه موجود وي، چې د حکومت لخوا یی ملاتړ وشي، نو مهرباني دې وکړي مونږ ته دې ادرس راکړي.
مونږ په افغانستان کې په هیڅ صورت کې داسې کمپونه او اډې نلرو او هیڅ کله به هم دداسې ترورستي اډو فعالیت ته اجازه ورنکړو.″
ښاغلي طاهري وویل، چې افغانستان کله هم، چې په پاکستان کې د وسله والو د موجودیت په اړه کومه ادعا کړې، نو پاکستانیانو ته یی د هغو ادرسونه او نور تفصیلات هم په واک کې ورکړې دي.
د پاکستان د سرحدي ځواکونو قومندان جنرال عبیداله ، چې د شنبې په ورځ یی د بلوچستان د امنیتي وضعې په اړه خبرې کولې دا هم وویل، چې د بلوڅو بیلتون پالو دا کمپونه د افغانستان په جنوب کې دي او دده په وینا بهرني ځواکونه پرې هم خبر دي.
خو افغان امنیتي چارواکو ویلي، چې تراوسه پورې پاکستان دا ډول ادعاوې، چې په افغانستان کې د بلوڅو بیلتون پالو د رونیزو کمپونو د موجودیت په اړه کوي ثابتې کړي نه دي.
افغان کتونکي بیا د پاکستاني چارواکو دا ډول ادعاوې د پاکستان له کورنۍ وضع سره تړلې بولي او وایی، چې پدې وسیله هڅه کیږي، چې د خلکو ذهنیتونه بل لور ته واړولې شي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوانې مرستیال جنرال عبدالهادي خالد هم همدغه ټکي ته اشاره کوي او وایی.
″ممکن د دوی هدف دا وي، چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې ماموریت او له پاکستان سره د افغان دولت دوستي تر پوښتنې لاندې یوسي او داسې وښیۍ، چې ګواکې دلته نړیواله ټولنه او افغان حکومت د پاکستان پر ضد توطیه کوي.
زه فکر کووم، چې دا مساله تر ډیره د پاکستان له کورنۍ وضع سره تړلې ده، ځکه تر کوم فشار لاندې، چې پاکستاني کړۍ پراته دي، دوی نشي کولای، چې خپل ولس ته ځواب ورکړي. اوس مهال پاکستان د یو ژور بحران ښکار دې او دغه هیواد منزوي شوې دې او دوی اوس غواړي د خپلو خلکو ذهنیت منحرف کړي.″
دا لومړې ځل ندې، چې پاکستان، چې تر ډیره د افغان دولت د وسله والو مخالفینو یو اساسي ملاتړې بلل کیږي، په افغانستان کې د بلوڅو بیلتون پالو د رونیزو کمپونو د موجودیت په اړه دا ډول ادعاوې کوي.
تر دې مخکې دوی په افغانستان کې د هند کونسلخانې هم پدې تورنې کړې وې، چې په پاکستان کې نا امنیو ته لمن وهي، خو لا هم پدې اړه کره شواهد ندي وړاندې شوي.
له بل لوري افغان مشرانو څو څو وارې نه یوازې پاکستان بلکه ټولو ګاونډیو ته ډاډ ورکړې، چې خاوره به یی د هیڅ یو هیواد پر ضد و نه کارولې شي.
خو له دې سره سره پاکستان او ایران هغه دوه ګاونډي هیوادونه دي، چې د کتونکو په وینا د افغان حکومت ددغو ډاډګیرنو برخلاف د وسله والو په ملاتړ سره د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو هڅې کوي.
راپور: حمید مهمند