خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې په کابل کې د ایران د مذهبي مشر ایت اله خمیني د لمانځلو لپاره لګول شوي انځورونو افغانان سخت پارولي او دا په افغانستان کې د مذهبي تعصب د پارولو او د افغانانو ترمنځ د درز اچولو وسیله بولي.
ورځپاڼې لیکلي، که څه هم د دې غونډې ترتیبوونکی په کابل کې یوه مذهبي علمیه حوزه بلل شوې، خو د ورځپاڼې په وینا د ایران د چارو کارپوهان بیا وایي، چې دا غونډه او په کابل کې د ایت اله خمیني انځورونه د ایران د سپاه په مالي مرسته لګول شوي.
ورځپاڼې لیکلي، چې ایران د مذهب له لارې خپل ځواک ښیي او کابل او واشنګټن ته دا پیغام ورکوي؛ چې دوی تر کابل پورې خپله جبهه غځولای شي.
سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرلیک هغې مظاهرې ته ځانګړې کړی، چې په کابل کې د خمیني د لمانځلو پر ضد جوړه شوې وه.
ورځپاڼې د اعتراض کوونکو په حواله لیکلي، چې په کابل کې د خمیني لمانځنه د ملي ګټو پر ضد اقدام دی، ملي یووالي ته زیان رسوي او حکومت یې باید مخه ونیسي.
ورځپاڼه لیکي، چې مظاهره کوونکو د ایران د مذهبي مشر لمانځنه د مذهب تر نامه لاندې د پردیو د سیاسي اهدافو لپاره کار کول وبلل، چې باید مخه یې ونیول شي.
ورځپاڼې په دې اړه د ملي شورا د ځینو غړو نظر هم راخستی، چې ویلي یې دي، په کابل کې د خمیني لمانځنه د ایران کلتوري یرغل دې او پدې اړه د اطلاعات او کلتور وزیر چوپتیا له ولس نه دده بې خبري ښیۍ.
محور نا دولتي ورځپاڼې هم هغه اعتراضو راخستی، چې په کابل کې د ایران د مذهبي مشر ایت اله خمیني د لمانځلو په وړاندې شوې او لیکلي، چې کابل ولې د تهران سیاسي منظر وړاندې کوي.
ورځپاڼې لیکلي، چې اکثره اعتراض کوونکو په کابل کې د ایران د پخواني مذهبي مشر ایت اله خمیني لمانځنه د هیواد د ملي ګټو په خلاف وبلله.
ورځپاڼې لیکلي، که څه هم په کابل کې د ایران سفارت د دې اعتراضونو پر وړاندې کوم غبرګون نه دی څرګند کړې، خو د ایران سفیر ابو الفضل ظهره وند د خمیني په لمانځ غونډه کې له ګډون ډډه کړې.
خو ورځپاڼې دا نه دي لیکلي، چې ظهره وند د امنیتي ملحوظاتو له کبله په دې غونډه کې ګډون ونه کړ او که کوم بل لامل یې درلود.
ویسا خپلواکې ورځپاڼې لیکلي، چې مظاهره کوونکو د ایران د مذهبي مشر لمانځونکو ته د خاین خطاب کولو او ویل يې، چې جیره خورو خیانت بس دی او دا کابل دی تهران نه دې.
ورځپاڼې لیکلي، چې د ملي شورا ځینې غړي په کابل کې د ایران د مذهبي مشرانو لمانځنه د دغه هیواد فرهنګي یرغل باله او ویل یې، چې په دې اړه به د اطلاعات او کلتور وزیر نه پوښتنه کوي.