د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

ملګرو ملتونو د سوریې د حالاتو په اړه بېړنۍ غونډه وکړه


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالی شورا د سوریې په حوله ښار کې د تیرې اونۍ قتل عام غندلی دی. دې شورا پرون (جمعه) د حوله د پيښې په اړه د تحقیقاتو د ترسره کیدو او د عاملینو د محاکمې غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالی شورا د جمعې په ورځ د سوریې د حالاتو په اړه عاجله غونډه وکړه.

په ژنیوا کې د سوریې د حالاتوپه اړه په عاجله غونډه کې، د دې شورا له ۴۷ غړو څخه لوی اکثریت د یوه پریکړه لیک د صادریدو ملاتړ وکړ. چین، کیوبا او روسیې بیا هم مخالفې رایې ورکړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالی شورا مشرې ̎نیفي پیلې̎ (Navy Pillay) د سوريې د حوله په سیمه کې د بې طرفه او خپلواکو تحقیقاتو د ترسره کیدو ږغ کړی دی.

میرمن پيلي ټينګار وکړ، چې د داسې نړیوالو تحقیقاتو په ترسره کولو کې ناکامي؛ په سوریه کې داسې پراخ کړکیچ ته لاره پرانیستلای شي؛ چې ټوله سیمه به له ګواښ سره مخامخ کړی.

د ملګرو ملتونو د سازمان دې عالي رتبه چارواکي وویل: ̎په حوله کې قتل عام به ښايي د بشریت ضد او نورو نړیوالو جرمونو ترسره کیدو ته لاره خلاصه کړی.

دا په سوریه کې د د ملکي خلکو په ضد د سیستماتیکو حملو څرګندونه کولای شي.̎

نیفي پيلې د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي شورا غړو ته د هغه رپوټ جزیات هم وړاندې کړل؛ چې په سوریه کې د دې سازمان څارونکو د حوله د پيښې په اړه برابر کړی وو.

د رپوټ په یوه برخه کې راغلي، چې د سوریې پوځ په د تیرې میلادي میاشتې په ۲۵ نیټه، په عمدي ډول په حوله کې د خلکو د استوګنې پر سیمو د ټانک مرمۍ اورولې دي او د نورو درنو وسلو ډزې یې کړې دي.

په همدې شورا کې د فرانسې سفیر د جمعې د ورځې په عاجله غونډه کې وویل؛ چې نور باید هیڅ داسې هیواد نه وي، چې د بشار الاسد د رژیم ملاتړ وکړي.

د فرانسې سفیر(Nicolas Niemtchinow) وویل: ̎هیڅ څوک نن د دې دیکتاتور رژیم، چې یوازې د ځان د بقا غم لري، ملاتړ نه شي کولای.

هیڅ څوک داسې قتل عام نه شي منلای. موږ هیله لرو، فرانسه دا هیله لري، چې د نړۍ ټول هیوادونه به هغه خبرې واوري چې نن د بشري حقونو په عالي شورا کې وشوې.̎

د بشارالاسد رژیم تیره اونۍ، د خپل پوځ د تحقیقاتو پر اساس د حوله د پيښې پړه پر هغو سني وسله والو ور واچوله، چې د دوی په وینا د فرقه يي کړکیچ د رامنځ ته کولو هڅې کوي.

د ملګروملتونو په سازمان کې د امریکا استازې سوزان رایس د بشارالاسد د رژیم دا ادعا رد کړې او څرګند دروغ یې بللې ده.
XS
SM
MD
LG