د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۲

ټکسي چلوونکي: د تیلو لوړو بیو مو کار اغیزمن کړی


له دې سره چې افغان حکومت په وار وار د سون موادو د بیو د راکښته کولو یادونه کړې، خو د کابل ښار ټکسي چلوونکي د تیلو د بیو د لوړېدو څخه شکایت کوي.

د کابل ښار یو شمېر ټکسي چلوونکو ازادۍ راډیو ته وویل، چې د تیلو د بیو پرله پسې لوړېدو له ستونزو سره مخ کړي او ورځنی کار یې ورسره اغیزمن شوی.

ټکسي چلوونکې وايي، چې حکومت باید د تیلو د لوړو بیو غم وخوري او د پټرولو او ډیزلو قیمتونه راکښته کړي:

"په ۶۰یا ۶۲افغانیو باندې موږ ډیزل اچوو او سورلۍ هماغه کرایه ورکوي نو پکارده چې تیل ارزانه شي او زموږ په روزګار باندې يي ددې توکو لوړېدل ډیر تاثیر کړی دی."

د راپورونو له مخې له تیر یوه کال راهیسې په افغانستان کې د سون موادو بیي ورځ تر بلې پورته شوي.

اوس د کابل په بازارونو کې یو لیټر پټرول په 65 افغانۍ او یو لیتر ډیزل په 60 افغانیو پلورل کیږي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت چارواکي په هېواد کې د سون توکو لوړې بیې له نړېوالو بازارونو سره تړي.

د دې وزارت ویاند وحید الله غازي خیل وايي، چې په عربي هېوادونو کې وروستیو نا ارامیو هم په نړۍ کې د سون توکو پر بازار اغیز کړی:

"په نړۍ کې هیڅ هیواد نشي کولای چې د تیلو بیه ثابته وساتي، دا نړېوال بازار پورې اړه لري او افغانستان هم نشي کولای چې د تیلو بیه ثابته وساتي ځکه که په نړۍ کې تیل قیمته وي په افغانستان کې به هم قیمته وي او که په نړۍ کې تیل ارزانه وي نو په افغانستان کې به هم ارزانه وي."

ښاغلی غازي خیل وايي، چې له روسیې سره هم د پنځو زرو لیټرو تیلو د تړون خبرې رواني دي او افغانستان ته په راوړلو سره به یې د تیلو بیي راکښته شي.

خلک له حکومت څخه غواړي، چې د سون توکو د بیو کنټرول په جدي توګه وکړي، د دوي په خبره چې د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د ازاد بازار سیسټم د خلکو په ګټه نه دی.

ټکسي او نور موتر چلوونکې وايي، چې د تیلو لوی واردوونکي شرکتونه د تیلو له انحصار څخه کار اخلي، چې دې کار هم بیي لوړي کړي.

د اقتصادي چارو پوهان که څه هم په افغانستان کې د سون توکو پرله پسې لوړېدونکې بیي څه نوې خبره نه بولي، خو افغان حکومت ته سپارښتنه کوي، چې د سون موادو لویي سټراټیژیکې زیرمي جوړې کړي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG