د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۲۶

ایا په رښتیا هم خلک امریکایي توکي د بوش په بازار کې رانیولی شي


د بوش بازار د کابل له مشهورو بازارونو څخه دی دغه بازار ته ځکه خو د بوش بازار وایي، چې افغانستان ته د امریکایي ځواکونو په راتلو سره به دغه بازار ته له امریکایي پوځي اډو څخه شیان راوړل کیدل.

د بوش بازار د خپل جوړیدو په پیل کې د کابل په مراد خانی کې موقعیت درلود.

په ۱۳۸۵ کال کې کله چې د ملي دفاع وزارت دغه بازار له خپل ملکیت څخه وویست نو د بوش بازار د کابل قوای مرکز ته انتقال شو.

هره ورځ په سلګونو کسان دغو بازارونو ته د امریکایي توکو د اخیستلو په نیت ځي، خو ایا په رښتیا هم خلک امریکایي توکي رانیولی شي، که دنورو هېوادونو محصولات هم د بوش په بازار کې خرڅیږي.

په دې اړه له کابل څخه د حمیده هارون عثمان راپور واورﺉ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:49 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG