د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۲

د څرخي پله یو شمیر زندانیانو اعتصاب کړی


که څه هم تر اوسه څرګنده نه ده، چې د څرخي پله څومره زندانیانو د نه خوړلو اعتصاب پیل کړی، خو ویل کیږي چې دغه اعتصاب د دوي د دوسیو د نه څیړلو او پر دوي د ایښودل شوېو جریمو په غبرګون کې پيل شوی دی.

د څرخي پله له زندان څخه یو شمېر زندانیانو د ټیلیفون په وسیله ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دوي د قید موده بشپړه شوې، خو دا چې دوي د حکومت له خوا ټاکل شوې جرمانه نه شي ورکولای نو تر اوسه هم په زندان کې ساتل کیږي.

دوي وایي، دا مهال شااوخوا پنځوسو زندانیانو چې تر ډیره د نشه یې موادو په پیښو کې نیول شوي د نه خوړلو اعتصاب پيل کړی او خپلې خولې یې ګنډلي دي:

"زما نوم عارف دی، اته کاله کیږي چې دلته بندي یم، د مخدره موادو په جرم یې راوستلی یم، اوس زما قید پوره ده، خو درې څلور میاشتې کیږي چې د جریمې په خاطر یې حصار کړي یم. تقریبآ څلویښت پنځوسو نفرو خپلې خولې ګنډلي او نور یې هم پسی ګنډي.

۲ کله چې قید پوره شي ترڅو چې د شریني یا په بل نوم پیسې ورنه کړې،لس یا شل زره،سړی نه خوشې کوي، یوه یا دوه میاشتې دې د پنځه زره روپیو په سرټالوي.

اعتصاب روان دی، اوس تقریبآ پنځوس ترپنځه پنځوس کسانو اعتصاب پیل کړی، دا اعتصاب ددې لپاره کړی چې یو خو دوسیې نه بررسي کیږي او د چا چې بررسي شوي، قید یې پوره شوی اوس د جریمې وس نه لري نو هریو یې یویونیم کال اضافه وخت تیروي."


زندانیان ددې ترڅنګ ځینې نورو ستونزو ته هم اشاره کوي، دوی وایي چې د څرخي پله په زندان کې ډیر زندانیان په نشه یی موادو روږدي شوي او دوی ته مناسب خواړه هم نه ورکول کیږي.

زندان ته د نشه یې موادو لیږدول هم هغه موضوع ده چې زندانیان یې د محبس د مسولینو پر غاړه وراچوي.

یو شمیر سناتوران هم دا تاییدوي چې دامهال د څرخي پله په زندان کې یو شمیر زندانیانو د دوسیو نه څیړلو په غبرګون کې د نه خوړلو اعتصاب پیل کړی.

سناتور عبدالوهاب عرفان په دې اړه وایي:

"د څرخي پله زیات شمیر زندانیانو خپلو دوسیو ته د نه رسیده ګی په خاطر له پرون څخه را په دې خوا د نه خوړلو اعتصاب پیل کړی او ځینو یې خپلې خولې ګنډلي دي."

د څرخي پله د زندان مسولین بیا د ډیرشمیر زندانیانو له خوا د اعتصاب موضوع ردوي خو وایي چې کیدای شي څلور یا پنځو زندانیانو اعتصاب پيل کړی وي چې د دوی په خبره دا یوه معمولي موضوع ده.

د دغه زندان ریس جنرال خان محمد خان ازادي راډیو ته وویل چې یوه اونۍ وړاندې یوولس زندانیانو ددې په خاطر چې ځایونه یې بدل شوي وو د نه خوړو اعتصاب پیل کړی وو چې اوس پای ته رسیدلی:

"یو تعداد محبوسینو چې شمیر یې یولسو ته رسیده، دوی په شپږم بلاک کې ځینې تبلیغي پروګرامونه شروع کړي وو، مونږ دغه کسان بیل په بل بلاک کې ځای پرځآی کړي وو، دوی د دوسیو نه څیړلو په خاطر اعتصاب نه وو کړی، خو دا یومعمول دی به پل چرخي کې، یوتعداد کسان شته چې دوسیې یې په خپل وخت نه څیړل کیږي ،نو هغوی هم اعتصاب کوي چې شمیر یې کله کله دوه،څلوریا پنځو کسانو ته رسیږي."

جنرال خان محمد خان د څرخي پله په زندان کې د فساد مسله هم په کلکه رد کړه.

دا لومړی ځل نه دی چې د څرخي پله زندانیان د نه خوړلو اعتصاب کوي بلکې له دې وړاندې هم د دوی له خوا ورته اعتراضونه شوي او څو څو ځله یې خپلې خولې هم ګنډلي دي.

د مسولینو په خبره دامهال ۷۲۰۶ زندانیان د څرخي پله په زندان کې شپې ورځي تیروي چې په بیلابیلو جرمونو نیول شوي دي.

راپور: اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG