د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۳۸

مصریان د جمهوري ریاست د ټاکنو د پایلو په تمه دي


د مصر د انتخاباتو د لومړۍ او دوهم نمبر ګټونکو ترمنځ د سیالۍ دوهم دور به د روانې میاشتې په شپاړلسمه او اولسمه نیټه تر سره شي.

محمد مرسي، احمد شفیق او د چپ اړخي الکرامه ګوند کاندید حمدین صباحي د مصر د انتخاباتو کمیسون ته شکایت کړی دی، چې په انتخاباتو کې درغلۍ شوې دي.

په مصر کې د جمهوري ریاست انتخابات د تیرې میاشتې په درویشتمه او څلورویشتمه نیټه ترسره شول.

سره له دې چې دا انتخابات تر ډيره حده شفاف او سوله ایز بلل شوي دي، ویل کېږي چې مصریان یې له نظریاتي پلوه سره ویشلي دي.

ګڼ شمېر مصریان اندیښنه لري چې په انتخاباتو کې د احمد شفیق بریالیتوب به د مبارک د رژیم د بیا ژوندي کېدو معنی ولري.

احمد شفیق د شنبې په ورځ ژمنه وکړه، چې د بریالي کېدو په صورت کې به د مصر د ولسي انقلاب اهداف تعقیب کړي.

ده په قاهره کې د خلکو یوې پراخې غونډې ته د خبرو پرمهال وویل، چې د شاته، تګ هیڅ لاره او امکان نشته:

"لکه څرنګه چې ما ویلي، زه ټولو مصریانو ته لاس ور اوږدوم، له ټولو سیاستوالو او قوتونو سره خبرو او مذاکرو ته تیار یم.

په عین حال کې، زه ټينګار کوم چې د خلکو پلوي کوم او له تاسې ټولو غواړم چې له خلکو سره معامله وکړي."


په عین حال کې، رپوټونه وايي چې که چېرې محافظه کار کاندید محمد مرسي بریالی شي، د اخوان المسلمین ډله به په حکومت کې لا زیات نفوذ او کنټرول تر لاسه کړي.

د اخوان المسلمین ډلې د پارلمان په وروستیو انتخاباتو کې هم زیاتې رایې وګټلې.

د مصر خبري اژانس مینا د دوشنبې په ورځ وویل، چې د ټاکنو په لومړي دور کې پنځوس فیصده رايې ورکونکو ګډون کړی وو.

د مصر د وسله والو ځواکونو عالي شورا د تیر کال د فبرورۍ له میاشتې راهیسې چې حسنې مبارک له واکه لرې شوی دی، د چارو کنټرول اخیستی دی.

دا لا نه ده څرګنده، چې نوی ولسمشر به څه ډول صلاحیتونه ولري، ټاکل شوې ده چې د مصر نوی اساسي قانون به دا مسله واضح کړي.

داسې اندیښنې موجودې دي چې د مصر پوځ پر حکومت د واک او کنټرلو ساتلو لپاره هڅې وکړي.

زیات شمېر مصریان شکایت کوي، چې د مبارک د رژیم تر سقوط او د خلکو تر انقلاب وروسته په سیاسي حالاتو کې بدلونونه چټک نه دی، د جرمونو اندازه لوړه شوې ده، د اقتصادی ادارو فعالیتونه پڅ شوي دي او د عامه خدماتو نظم ګډوډ دی.
XS
SM
MD
LG