د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

د افغانستان د موسیقي د بیا پیاوړي کولو لپاره نوې هڅې!


د افغانستان د موسیقي د بیا پیاوړي کولو لپاره نوې هڅې!
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:01 0:00

د افغانستان د موسیقي ملي انسټیټیوټ د افغانستان د موسیقي د بیا پیاوړي کولو لپاره یوه نوې هڅه بلل کیږي او په داسې هېواد کې چې څو لسیزو جګړو یې فرهنګي نهادونو ته سخت زیان اړولی دی، د افغان سندرغاړو او موزیشنونو (ساز غږوونکو) نوی نسل په کې زده کړې پیل کړي دي. د افغانستان د موسیقي ملي انسټیټیوټ دوه کاله مخکې د خدای بخښلي استاد سلیم سرمت د زوی ناصر سرمست د هڅو او زیار په نتیجه کې جوړ شو، چې همدا اوس شاوخوا ۱۵۰ تنه زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي. دغه انسټیټیوټ د افغانستان د پوهنې وزارت تر سیوري لاندې فعالیت کوي او ټولو زده کوونکو ته سکالرشیپ په توګه یوه اندازه پیسې هم ورکوي. د دغه مرکز زده کوونکی نیمه ورځ ریاضي، ساینس او ادبیات لولي او پاتې نیمه ورځ د موسیقي د علم او مهارتونه زده کوي او په خپله دوی د افغاني او غربي موسیقي څخه یو ټاکي. د افغانستان د موسیقي د ملي انسټیټیوټ سم نیم زده کوونکي نجونې او پاتې نیم یې هلکان دي، چې د آسټرالیا، جرمني او ډنمارک هېوادونه ورسره اقتصادي مرستې کوي او د زده کړو په پای کې دغو زده کوونکو ته ډیپلوم ورکول کیږي، چې په ټوله نړۍ کې د منلو وړ ده. د افغانستان د موسیقي په ملي انسټیټیوټ کې بهرني سازغږونکي او استادن هم په تدریس بوخت دی، دغه انسټیټیوټ د عصري او مجهزو سټوډیوګانو سره سره یو ښه کتابتون هم لري، چې به یوه وخت کې ۳۰۰ تنه ترې ګټه اخیستلای شي.

XS
SM
MD
LG