د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۷

دلجان، د کتاب پلورلو له لارې خپلې اړتیاوې پوره کوي


کتاب پلورونکې دلجان
کتاب پلورونکې دلجان
په دې خپرونه کې د هغې لومړنۍ کتاب پلورونکې له کار او ژونده تاسو خبرو، چې هر ماښام یو غېږ کتابونه د پلورلو لپاره په ښار بازار کې ګرځوي او له دې لارې خپل ژوند چلوي.

په دې کتاب پلورونکې پسې درې ورځې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې وګرځېدو تر څو چې په قوای مرکز کې مو وموندله.

دې اوږده خړه چپن اغوستې، نسواري دروند بیک یې په شا اړولای او یو غېږ کتابونه یې په دواړو لاسو راټينګ کړي وو، د موټر د پرزو په دکانونو سر وه او کتابونه یې پلورل.

په دې ورځ یې د مرکې وخت نه درلود نو د موبایل شمېره مو ترې واخیسته چې د مرکې لپاره کور ته ورشو.

دا کتاب پلورونکې دلجان نومېږي، د کابل د دریم پروان اوسېدونکې ده، څلور پنځوس کلنه ده، خو په سر کې یې تار تور وېښته هم نه لیدل کېږي، پنځه اولادونه یې دي، مېړه یې لیکوال دی خو له تېرو شلو کلو راهیسې د ناروغۍ له امله په ځای پروت دی او دنیا هم هسې روښانه لکه موږ یې چې وینو نه ویني.

دلجان وایي، مخکې له دې چې د کتابونو پلورل پیل کړي ډېر وخت یې د خپلې کورنۍ د چلولو لپاره خواړه پخول او له خپلو ماشومانو سره یې خرڅول:

"شل کاله مخکې کله چې د مېړه سترګو مې لید له لاسه ورکړ او ناروغ شو له بلې خوا مې اولادونه هم واړه وه نو خپله به مې په کور کې کلچې او پیرکې پخول او زوی به مې د تبنګ په سر خرڅول ان مستې به مې په بوتلو کې تومنه کولې او بازار ته مې لېږلې او له همدې درکه مو خپل ژوند چلاوه.

دا مې نفس نه منله چې چاته لاس اوږد کړم، د طالبانو په وخت کې پېښور ته مهاجر شوو، هلته مې هم همدا کار وو ان خپله به مې هم په دېشونو کې خواړه وړل او له زامنو سره مې خرڅول پنځه کاله هلته پاتې شوو په هغه وخت کې مې د مېړه ډېره هیله وه چې لیکنې یې چاپ شي نو په همدې پیسو مې د هغه لومړنی کتاب چې ده ګور تاریکي نومېده چاپ کړ او مفت مو په مهاجرو افغانانو ووېشه.

دغه راز مې مشر زوی د تکانک په نامه یوه چاپي خپرونه هم چلوله که څه هم ژوند مو ښه نه وو، خو زما او د ټولې کورنۍ له فرهنګي کارونو سره زیاته مینه وه او غوښتل مو خپلو خلکو لپاره کار وکړو.

کله چې د کرزي حکومت راغی، نو موږ هم بېرته خپل وطن ته راستانه شوو او دلته مې بیا د کتاب پلورلو ته ملا وتړله چې هم ماته ګټه شي او هم داسې څه خلکو ته وړاندې کړم چې څه ترې زده کړي او ګټه ور ورسوي، دا دی لس کاله کېږي چې کتابونه ګرځوم او پلورم یې."


دلجان د ادب، فرهنګ او کتاب مینه واله ده دا وایي، د خپل مېړه محمد رسول جهانبین نومېږي دولس اثره چې طنز او ټولنیزې لیکنې دي د خپلو اولادونو په مرسته یې اصلاح ډیزاین او چاپ کړي دي او د دې تر څنګ یو شمېر نور کتابونه هم له عمده فروشیو اخلي او پلوري یې، له دې به واورو چې زیاتره څه ډول کتابونه خرڅوي او کوم کسان یې زیات اخلي:

"بېلابېل کتابونه دي، د کورنۍ په اړه کتابونه، سیاسي، دیني د پخوانیو شاعرانو لکه مولانا، عشقري حافظ داسې نور کتابونه پلورم.

زه خپله ځم عمده فروشۍ ته د کتابونو لیست ګورم او تر ټولو ښه کتابونه چې فکر کوم زموږ خلکو ته ګټور دي انتخابوم خپله له دې کار سره ډېره علاقه لرم زړه مې غواړي چې ولایتونو ته هم تلای شوای او کتابونه مې وړلای شوای.

زیاتره کتابونه د پاخه عمر خلک اخلي، ځوانان یې هم اخلي خو ډېر نه تر ټولو کم کتابونه ښځې اخلي ځکه له یوې خوا ډېر شمېر کې بې سواده دي او له بلې خوا بهانه کوي چې موږ ایله د کور کارونه وکړو او مطالعې ته وخت نه لرو.)


دلجان په کور کې د ناروغ مېړه تر څنګ یوه شپاړلس کلنه ذهني معلوله لور هم لري چې دا ورته ډېره ځورېږي.

دلجان په خپل مټ او د مېړه په ملاتړ توانېدلې، چې خپل اولادونه په ښه توګه وروزي او تر ځایه یې ورسوي دا وایي:

"مشر زوی مې ښوونځی لوستی، خو له بده مرغه تر اوسه نه دی توانیدلی چې لوړې زده کړې تر سره کړي ځکه مجبور دی چې کار وکړي، خو بیا هم تکړه دی کتابونه ډیزاینوي دغه راز دوه کتابونه یې د عاج های سلطنتي او نمود دوستي په نامه لیکلي او چاپ شوي دي.

مشره لور مې اقتصاد لولي او د انګېزې په نامه د یوې مهالنۍ مسول مدیره ده، چې د چاپ لګښت یې هم زه ورکوم.

بل زوی مې د هنرونو په پوهنځي کې درس وایي.

د یوې مور دنده یوازې دا نه ده، چې د کور کار وکړي، یوه مور باید د خپلو اولادنو له درس مکتبه خبره وي، په دې پوه شي چې اولادونه یې له چا سره ناسته پاسته لري زه خپله هم د بېرون کار کوم هم وخت په وخت د خپلو اولادونو حاضري او کړه وړه څارم، ځکه مهمه دا نه ده چې ډوډۍ ورته پیدا کړم مهمه دا ده چې ښه تربیه ورکړم."


دلجان وایي، له سهاره تر مازدیګره چې اولادونه یې له درسه راځي په کور کې وي او وروسته له هغه خپل کار پیلوي له دې به واورو، چې په کومو ځایونو کې کتاب پلوري او ګټه یې څنګه ده؟:

"د کور کارونه مې په خپله کوم، ناروغ لرم د هغه پالنه هم باید وکړم، کله چې مازدیګر اولادونه له درسه راشي نو زه خپل کتابونه برابروم معمولا څلور بجې له کوره اوزم د شپې تر نهه نیمو لسو بجو کتابونه خرڅوم.

تقریبا څلوېښت پنځوس کتابونه مې په لاسونو کې ګرځوم او لس پنځلس نور مې په بیک کې وي تقریبا په ټول ښار کې پلې ګرځم درمتلونونو، پرزه فروشیو، رستورانتونو او دکانونو ته یې وړم.

ډېر خلک ما پېژني ځکه زه لومړنۍ ښځه یم چې کتابونه پلوري که څه هم اوس دوه درې نورې هم را پیدا شوي.

ګټه یې ښه ده، ترې خوشاله یم کولای شم د کور لګښتونه او د اولادونو د درس پیسې له همدې لارې پیدا کړم."


ځینې کسان کاریګرو خلکو ته د زړه سوي په سترګه ګوري، خو دلجان وایي، د زړه سوي وړ هغه څوک دی چې کار نه کوي.

دا وایي، چې ډېر وخت د کار پر وخت خلک ښه رویه ورسره کوي، خو کله نا کله د ځينو خلکو رویې ځورولې ده:

"که څه هم د خلکو د پوهې کچه ټیټه ده، خو زما درناوی کوي لږ داسې شوي چې کوم هوټل کې چې خلک ډوډۍ خوري کتاب یوسم ماته ووایي، چې موږ پرېږدې ډوډۍ ته که نه.

ځينو همداسې هم راته ویلي، خو نور بیا ډوډۍ پرېږدي کتابونه ګوري او اخلي یي.

کله کله ځينې دکانونو ته چې ورشم وایي، ځه او زه موږ له کاره مه باسه زه وایم خیر که ما په څپېړه هم ووهۍ زه خپل کار کوم یا ځينې چق چق کوي، چې وش بېچاره، یا مې څوک ودروي پوښتي چې ته مېړه نه لرې زوی نه لرې زه ورته وایم چې هر څه لرم شکر، خو زه غواړم کار وکړم یوازې زوی به مې کوم خوا ونیسي دا هم خلکو ته خدمت دی او هم ځان ته، نو څوک چې کار کوي دا خبرې شته باید ویې زغمو."


دلجان باسواده مېرمن ده، دا وایي، تر اتلس کلنۍ یې سواد نه درلود په داسې یوه کورنۍ کې لویه شوې وه چې درس او تعلیم څه چې له کوره یې سر وېستو ته هم نه وه پرې ایښې، خو کله یې چې واده وکړ مېړه یې دې ته وهڅوله چې تعلیم وکړي:

"زه په داسې کورنۍ کې لویه شوې وم، چې لوڼې یې نه پرېښودې چې درس ووایي زه که څه هم د کابل یم خو سینما پامیر مې نه وو لیدلی که بېرون تلې وم بېرته مې کور نه شو پیدا کولای، نو کله مې چې په اتلس کلنۍ کې واده وکړ مېړه مې ویل ته باید تعلیم وکړې، که ډېر نه وي دومره خو وي چې یوه لوحه ولولې یا له ماشومانو سره مرسته وکړې.

نو زه یې بوتلم په یوه ښوونځي کې یې د مبصرې په توګه مقرره کړم، مېړه مې هغه وخت هم ویل اوس هم وایي، چې په کار کولو کې شرم نشته انسان باید کار وکړي، نو د کار تر څنګ مې درس هم پیل کړ تر اتم ټولګي مې ولوست، خو کله چې په کابل کې جګړې پیل شوې هر څه رانه پاتې شول.

اوس ښه یم خپل مشکلات حلولی شم کتابونه مطالعه کوم او په خپل زړه کولای شم د کتابونو عنوانونه او موضوعات ولولم او کتابونه خوښ کړم."


دلجان وایي، چې کار کول یې اوس عادت شوی، په کومه ورځ چې کار ونه کړي داسې وي لکه ناروغه.

دلجان په دې خوشاله ده، چې تر ټولو ښه عادت لري دا وایي، چې کله وینم یا اورم چې نورې ښځې هم څه په دفتر، کور یا بازار کې کار کوي ډېره خوشاله کېږم:

" زه کله چې په ټلویزیون کې ګورم یا خپله وینم، چې ښځې خیاطي کوي دومره کار کوي چې د خپلې کورنۍ ژوند وچلوي نو ډېره خوشاله کېږم.

ځینې مېرمنې وایي، چې مېړه مو وکړ نو موږ کور کوو دا د نارینه مسولیت دی چې غلا کوي که بل کار موږ ته خواړه اوبه، کور او ژوند برابر کړي ژوند یې هم خراب وي خو بیا هم کار نه کوي.

ځينې نور نارینه بیا که څه هم ښځې یې غواړي، چې کار وکړي مګر وایي، چې که ښه وي که بده هر څه موږ برابروو تاسو ته لازمه نه ده چې کار وکړئ دا فکر نه کوي که سبا ورځ دوي نه وي دا ماشومان او ښځه به څه کوي څنګه به ژوند کوي.

ښځه باید دومره له ژوند سره وجنګېږي، چې که یې خدای مه کړه مېړه نه وي وکړای شي خپل او د خپلو ماشومانو ژوند وچلوي او لاس چاته اوږد نه کړي.

زه ډېره علاقه لرم، چې ښځه د مېړه او زوی لاس ته ونه ګوري، تیار خوره نه وي بلکې خپله کار وکړي."


نیمه نړۍ خپرونه چې په کابل کې یې لینا شریفي لیکې او برابروي د هرې دوشنبې او سې شنبې په ورځو خپرېږي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:15 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG