له اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې مسئولین وايي، چې د چارواکو د شتمنیو د ثبت پروګرام تر ډیره پرمخ تللی او وروسته له دې به ددې شتمنیو د څیړنې کار چټک کړي.
دوي وايي، چې تر اوسه پورې په ټول هېواد کې د څه باندې دریو زرو جګپوړو دولتي چارواکو شتمنۍ ثبت شوي دي.
له اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې د شتمنیو د ثبت مسئول نادر محسیني وايي، چې د دې شتمنیو د څیړنې کار هم پیل شوی او تر اوسه پورې د پنځلسو چارواکو شتمنۍ د ځینو شکایتونو له مخې څیړل شوي دي:
"په ۱۳۹۰ کال کې د پنځلسو جګ پوړو دولتي چارواکو شتمنۍ وڅیړل شوې، په دې کې یو شمېر وزیران، عمومي رئیسان او ځیني نور کسان چې له هغوي نه شکایت شوی و، چې له دولتي مقام څخه یې شخصي ګټه اخستې ده، شامل و.
د ډیرو یې کار ختم شوی او د څو نورو د شتمنیو د څیړنې کار لا هم پای ته نه دی رسیدلی."
ښاغلي محسني وویل، چې د څو چارواکو د شتمنیو د څیړنې په لړ کې له دولتي پوست څخه د ناوړه ګټې اخیستنې کوم مورد نه دی ترلاسه شوی، خو هغه وویل چې کله د شتمنیو د ثبت پروسه بشپړه شي ښايي له دولتي پوستونو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې یو شمېر موارد پيدا شي.
نوموړي تمه وښودله، چې سږ کال به د چارواکو د شتمنیو د ثبت پروګرام تقریبً بشپړ شي او د قانون له مخې به د ټولو شاوخوا پنځو زرو جګپوړو چارواکو شتمۍ ثبت شي.
ښاغلي محسني دغه خبرې د دولتي چارواکو د شتمنیو د ثبت په لړ کې د افغان ملي بانک د شاوخوا دیرشو چارواکو د شتمنیو د ثبتولو په غونډه کې وکړې.
بل خوا یو شمېر کتوونکي که څه هم د اداري فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې د جګپوړو چارواکو د شتمنیو ثبتول یو ګام بولي، خو وايي په سمه توګه تطبیقول یې ستونزمن کار دی.
د کابل پوهنتون د اقتصاد د پوهنځی استاد سید مسعود ازادۍ راډیو ته وویل، چې د چارواکو له خوا د خپلو شتمنیو پټول او یا یې د نورو په نوم کول د دې پروسې په مخ کې ستونزې پیدا کولای شی:
"دا ښايي یو وړوکی ګام وي چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې کیږي، خو په پوره توګه کار نشي ورکولای، ځکه تاسو پوهیږئ چې کومې پيسې چې ترلاسه کیږي، هغه پټې کیږي، یا د ورور، ښځې یا کوم بل خپلوان په نامه کیږي، یا هم کوم بل ځای ته انتقالیږي، چې دا بیا یو ډول جرم ګڼل کیږي.
له همدې امله زه فکر کوم چې دا تر یوه حده ښه کار دی خو ددې پر ځای چې موږ په دې پنځو زرو کسانو حساب وکړو دا پروسه د راتلونکې لپاره ډیره مهمه ده."
په افغانستان کې د جګپوړو چارواکو د شتمنیو د ثبت پروسه په داسې حال کې روانه ده چې افغان دولت د اداري فساد له امله د خلکو او نړیوالې ټولنې له انتقادونو سره مخ دی.
د یو شمېر چارواکو له خوا له دولتي مقام څخه ناوړه ګټه اخیستل او اختلاس هغه څه دي، چې خپله حکومتي چارواکي یې هم مني.
خو د شتمنیو له ثبت سره سره د اختلاس کوونکو چارواکو نه موندل کیدل، ددې پروسې د بریالیتوب په اړه اندیښنې راپیدا کړي دي.