د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۵۳

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د قانوني کېدو په اړه خبرې پيل شوي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول
د بهرنیو چارو وزارت دا باور څرګندوي، چې له امریکا سره د امنیتي همکاریو په اړه روانې خبرې به له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په افغانستان کې د امریکایی سرتیرو د ماموریت څرګنوالې وټاکي.

تراوسه څرګنده نه ده چې له امریکا سره د امنیتي همکاریو د سند په اړه خبرې څه وخت او د چا ترمنځ پیل شوي دي.

د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې اوس اوس له امریکا سره د امنیتي همکاریو د سند په اړه خبرې روانې دي.

″په امنیتي همکاریو بحث پیل شوی دی، په دې کې به معلومه شي چې په افغانستان کې څومره امریکایی عسکر پاته کیږي، د څومره امریکایانو پاتې کیدل به قانوني کیږي او دوی به څه دندې پر مخ بیایي.

دغه خبرې به یوکال دوام وکړي، کله چې پای ته ورسیږي نو د تصویب لپاره به ملي شورا ته واستول شي.″

له امریکا سره د ستراتيژیک سند د لاسلیکیدو په درشل کې ولسمشر حامد کرزي هم ویلي وو، چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي اډو مسئله به په یو جلا تړون کې تر بحث لاندې ونیولې شي.

دا مهال افغان حکومت هڅه کوي چې د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه امریکا پام د امنیتي ځواکونو ملاتړ او سمبالښت ته را واړوي.

د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول په ورته وخت کې وایي چې د شیکاګو په کانفرانس کې ناټو او متحدینو یې ژمنه وکړه چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به هرکال افغان امنیتي ځواکونو ته ۴ اعشاریه یو میلیارډه ډالره ورکوي.

″په امنیتي همکاریو بحث پیل شوی دی، په دې کې به معلومه شي چې په افغانستان کې څومره امریکایی عسکر پاته کیږي، د څومره امریکایانو پاتې کیدل به قانوني کیږي او دوی به څه دندې پر مخ بیایي.

دغه خبرې به یوکال دوام وکړي، کله چې پای ته ورسیږي نو د تصویب لپاره به ملي شورا ته واستول شي.″

افغان حکومت په داسې حال کې له ۲۰۱۴ کال وروسته د امریکایي ځواکونو د پاته کیدو او د نړیوالې ټولنې د مرستو د راجلبولو هڅې کوي چې دې مسلې ځینې ګاوندي هیوادونه اندیښمن کړي دي.

وروسته له دې چې د امریکا او افغانستان ولسمشرانو د ستراتيژیکو همکاریو سند لاسلیک کړ، ګاونډیو هیوادونو په ځانګړی توګه ایران او پاکستان پراخې هڅې پيل کړې چې د دغه سند د تصویبیدو مخه ونیسي.

خو له دې هڅو او ګواښونو سره سره ولسي جرګې د شنبې په ورځ له امریکا سره د ستراتيژیکو همکاریو سند تصویب کړ.

د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په نږدې راتلونکې کې به له چین او ترکیې سره هم د همکاریو سندونه لاسلیک کړي.
XS
SM
MD
LG