د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

"ستراتیژیک تړون د ګاونډیانو لاسونه لنډوي"


د حق او عدالت ګوند ویاند حمید الله فاروقي.
د حق او عدالت ګوند ویاند حمید الله فاروقي.
د حق او عدالت ګوند دا باور څرګندوي، چې د امریکا او افغانستان تر منځ د اوږدمهاله ستراتیژیکو همکاریو سند به د دې سبب شي، چې په افغانستان کې د ګاونډیو هیوادونو لاس وهنه بنده شي.

حق او عدالت د افغان حکومت لومړنی سیاسي اپوزسیون دی، چې د ولسي جرګې له خوا یې د ستراتیژیکو اړیکو د سند د تصویب هر کلی کړی.

د دې ګوند ویاند حمید الله فاروقي د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې له امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو تړون به افغانستان په نړیواله کچه مطرح وساتي او د پرمختګ لپاره به یې امکانات برابر کړي.

̎د حق او عدالت ګوند مخکې خپل دریځ روښانه کړی و، چې دغه یو فرصت دی، د افغانانو لپاره چې افغانستان به پس له دوه زره څوارلسم میلادي کال وروسته یواځې نه پریښودل کیږي او هغه ناخوالې؛ چې افغانستان د سیمې د استخباراتي کړیو د بازي میدان ګرځیدلی و؛ هغه به بیا نه تکراریږي او په افغانستان کې د قدرت د حاکمیت لپاره نظامي کشمکشونه به بیا نه رامنځ ته کیږي نو دا یو تضمین دی او د افغانانو لپاره یوه امیداوري ورکوي.̎

د امریکا او افغانستان تر منځ د سټراټيژیکو اړیکو سند د شنبې په ورځ د ولسي جرګې له خوا د رایو په اکثریت تصویب شو او اوس د تایید لپاره مشرانو جرګې ته استول شوی دی.

په کابل کې د امریکا سفارت هم د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتیژیکو اړیکو د سند د تصویب هرکلی کړی.

د دې سفارت یوه ویاند مارک ازادۍ راډیو ته د امریکا د ولسمشر اوباما په قول وویل؛ که چیرې افغانستان وغواړي، چې په خپلو پښو ودریږي نو امریکا به یې یواځې پرینږدي.

بل پلو د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمي رسول د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د ستراتیژیکو اړیکو د سند تصویب د دې ښکارندویي کوي، چې افغانانو غوښتل له امریکا سره ستراتيژیکې اړیکې ولري.

̎د امریکا له متحده ایالاتو سره د ستراتیژیک سند په اړه مهم خبر دا و؛ چې ولسي جرګې پرون د رایو په اکثریت دا سند تصویب کړ.

د ولسي جرګې قاطع اکثریت دا پروسه ومنله او هغې ته یې رایې ورکړې، دا یو ههم اقدام دی او دا ښیي چې په غوڅ اکثریت سره د افغانستان خلک د دې سند د لاسلیک کولو پلویان وو.

دا د ډموکراسۍ او د افغانستان د راتلونکې لپاره یو ښه اقدام دی.̎


موږ غوښتل چې په دې اړه د افغان حکومت د دوو نورو سیاسي اپوزسیون ډلو ملي ایتلاف او ملي جبهې نظر هم واخلو خو له ډیرو هلو ځلو سره ونه توانیدو.

د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو سند یوه میاشت وړاندې په کابل کې ولسمشر حامد کرزي او جمهور رييس بارک اوباما له خوا لاسلیک شو.

د دې سند له لاس لیک وروسته د افغانستان د دوو ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان اندیښنې را پورته شوي او د رپوټونو له مخې دغه دواړو هیوادونو هڅه وکړه، چې په ملي شورا کې د دې سند د تصویب مخه ونیسي.

خو د یوشمېر کار پوهانو په اند دی دواړو هېوادونو له ډیرو هڅو سره سره ونه توانیدل؛ چې د دې سند د تصویب مخنیوی وکړي.

راپور: ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG