د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

"د افغان دولت د مخالفو وسله والو هر معقول شرط منو"


د افغان ولسمشر لومړی مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم
د افغان ولسمشر لومړی مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم
د افغان ولسمشر لوموړي مرستیال په هیواد کې روانو سیاسي ناخوالو ته په کتلو یو وار بیا وسله والو مخالفینو ته په خطاب کې وویل، چې د جنګ له لارې خپلو هدفونو ته نه شي رسېدلای.

د ولسمشر کرزي لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم د یکشنبې په ورځ په کابل کې د جنرال داوود داوود او د شاه جهان نوري د وژنې په لوموړۍ تلین کې پر وسله والو مخالفینو غږ وکړ، چې له جګړې لاس واخلي.

مارشال فهیم وویل، چې افغان ولس او دولت تیار دي، چې د دوی معقول شرطونه ومني، خو که جګړه کوي، نو خلک به یې هیواد ته پرې نږدي.

“هغه کسان چې زموږ پر ضد دسیسې جوړوي او زموږ خلک وژني، موږ غواړو که هغوی افغانان دي او د افغانستان وي، را دې شي هر امتیاز چې هغوی غواړي، افغان دولت او خلک تیار دي، چې د هغوی سم او معقول شرایط ومني او دوی دي د افغانستان د خلکو تر څنګ ودریږي.

خو که چیرې دوی خپلو ناسمو اعمالو ته دوام ورکړي، نو ډاډه دې و اوسي، چې د افغانستان خلک به نور دوی ته اجازه ورنه کړي، چې بیا دې هیواد ته راشي او د ښځو او نارینو ته سپکاوی وکړي.”

تر دې پخوا هم ښاغلي فهیم د سولې د عالي شورا د نوي مشر د پیژندني په غونډه کې ویلي وو؛ چې سولې ته د رسېدو لپاره باید طالبان سیاسي نظام ته راګډ شي.

خو د مارشال تر دې خبرو وروسته د ملي جبهې مشر احمد ضیا مسعود د شمالي ټلوالي پر هغو غړو سخت انتقادونه وکړل، چې په اوسني حکومت کې دنده لري.

ضیا مسعود وویل، چې افغان حکومت له دوی څخه استفاده کوي او په سټراټیژیکو کې یې نه داخلوي.

نوموړي د مارشال د څرګندونو پر خلاف طالبان ترهګر وبلل او په خبره یې چې طالبان سوله نه غواړي او پلان لري، چې تر 2014 کال پورې ټول جهادي مشران ووژني.

د شمالي ټلوالي بل پخواني غړي او د اوسني ملي ايتلاف مشر ډاکتر عبدالله بیا د ښاغلي مسعود تر خبرو وروسته وویل؛ چې خپله مشران هم مسوولیت لري او یوازي دولت مسوول نه دی.

“کله چې هر وخت موږ ځان ته اجازه ورکوو، چې خلکو ته وینا وکړو، خپله مو څه کړي دي، دا مهمه خبره ده، که ملت ویښ و، په خپل حق پوه و، هیڅ څوک هغوی نه شي سرکوبولای.

یوازې هغه وخت ملتونه محکوم کیږي، چې بې پروا کیږي، خو له بده مرغه چې اوس په موږ ټولو کې غفلت حاکم دی.

خلک یووالي ته را وغواړو، تل د ملي یووالي له کلمې څخه استفاده کیږي، خو په عمل کې هغه کارونه کيږي، چې موږ ملي یووالي ته نه پرېږدي.”

د راپورونو له مخې د شمالي ټلوالي ډیری مشران په هېواد کې له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو او په سیاسي نظام کې د ونډي ورکولو خلاف دي.

د دوی اندېښنه دا ده، چې که بیا وسله وال طالبان له سیاسي لارې په افغانستان کې واک ته رسیږي نو دوی به خپل اوسنی موقف له لاسه ورکړي.

د ځینو نورو راپورونو پر اساس دغه کسان ډیر کله پر ولسمشر کرزي له همدې امله انتقادونه کوي؛ چې هغه وسله والو طالبانو ته د ورور خطاب کوي او سولې ته یې راغواړي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG