د پوهنې وزارت د هیواد په امنیتي ادارو غږ کوي، چې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د زده کوونکو مسمویدو پیښې په جدي توګه وڅیړي او عاملین یې د قانون منګلو ته وسپاري.
د پوهنې وزارت دا غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې اوس اوس د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې یو شمېر زده کوونکي مسموم شول، خو تراوسه د دې پیښو په اړه د روانو تحقیقاتو نتایج نه دي اعلان شوي.
د دې وزارت ویاند امان ایمان د شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې امنیتي ادارې لا نه دي توانیدلي د ښوونځیو د زده کوونکو د مسمولو په پیښو کې ښکیل کسان ونیسي.
د ښاغلي ایمان په وینا د ۱۳۹۱ لمریز تعلیمي کال له پیل راهیسې ۹۰۰ زده کوونکې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې مسموم شوي دي.
دی وایی، د خوست، تخار، سربیره په بامیانو او مزارشریف کې هم یو شمیر زده کوونکې مسموم شوي، خو تراوسه پورې کومې ډلې ددغو پیښو مسوولیت نه دی منلي.
له بلې خوا د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د دوي تحقیقات په جدی توګه روان دي او په دې پیښو کې ځینې ښکیل کسان یې نیولي هم دي.
د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي د شنبې په ورځ له ازادۍ راډیو سره په یوه ځانګړی مرکه کې دغه اداعاوې بې بنسټه وبللې.
″ د تیرو څو پیښو په خاطر، افغان پولیس په دې برخه کې ډېر جدي کار کړی، ځینې کسان یې نیولي هم دي، د دې احتمال موجود و، چې د غه کسان په ښوونځیو تعلیمې برخه له ګنو ستونزو سره مخ کړي. ″
که څه هم د پوهنې او د کورنیو چارو وزارتونو د دې پیښو تر شا د موجودو کړیو د هویت په اړه څه نه دي ویلي، خو د هیواد د ملي امنیت اداره بیا وایي، چې په دې پیښو کې تر ډیره د سیمې استخبارات ښکیل دي.
د دې ادارې ویاند لطف الله مشعل تیره اونۍ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د ښوونځیو پر ضد د حملو پلان د پاکستان په کویټه ښار کې په یوه غونډه کې جوړ شوی.
″دغه غونډه چې موږه تري خبر لرو، د ثور په اتمه په کویټه کې جوړه شوي وه، دغه غونډه د ملا قیوم زاکر په مشرۍ رهبري کېده، چې په دې کې د حقاني شبکې مشر او نورې ډلې هم ګډون درلود.
دوی ته د سیمې د ځنیو استخباراتو له خوا وظیفه ورکړ شوې وه؛ چې دوی جنګې ظرفیت نه لري او چریکي حملې پلان کړي، ښوونځي وسوزوي، ترڅو د رسنیو په سرلیکو کې نومونه مو واخیستل شي.″
په تیرو څو اونیو کې نه یواځې دا چې په ښوونځیو کې په لسګونو زده کونکې مسوم شوي بلکې په ځینو ښوونځیو کې ښوونکو او زده کوونکو ته ګواښ شوی چې ښوونځیو ته له تګه ډډه وکړي.
په افغانستان کې د ښوونځیو په وړاندې امنیتي ګواښونه کومه نوې خبره نه ده، بلکې په تیرو لسو کلونو کې هم، چې د هیواد په اکثره ارامو سیمو کې په زرګونو ماشومان ښوونځیو ته تلل، د هیواد د نا امنه سیمو ماشومان له خپل دې لومړني حقه بې برخې پاتې شوي.