د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۵۵

ایران د افغان دولت پر منتقیدینو پیسې وېشلي دي

د کابل ورځپاڼو د نن ورځې د بحث زیاته برخه بیا هم د ایران او پاکستان هغو هلوځلو ته ځانګړې شوی، چې د کابل او واشنګټن ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د سند د ردولو لپاره یې کوي.

محور نا دولتي ورځپاڼې د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د سند د رد لپاره د ایران هلې ځلې یوې کودتا ته ورته بللي او لیکلي، چې اوس باید وکتل شي، چې د ولسي جرګې غړي د چا خبره مني.

ورځپاڼې لیکلي، چې ایران د غبرګولي په دویمه او دریمه نېټه په یو شمېر ښځو، رسنیو او د افغان دولت په یو شمېر منتقدینو په سلګونو زره ډالره ویشلي، څو د شنبې په ورځ د ولسي جرګې په غونډه کې د کابل او واشنګټن ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د سند مخالفت وکړي.

ورځپاڼې لیکلي، چې دغه مخالفت به په ولسي جرګه کې د رایې د نه کارولو په بڼه وي، سیاسي منتقدین به په رسنیو کې په خپلو بحثونو کې د ستراتیژیک تړون مخالفت کوي او عامه ذهنونه به مغشوشوي.

ورځپاڼې لیکلي، چې ان یو شمېر ځوانان هڅول شوي، چې په کابل کې د ستراتیژیک تړون په وړاندې په اعتراض کې خونړۍ مظاهره هم وکړي.

ورځپاڼې په خپل بحث کې د ایران دا هڅې یوه بربنډه لاس وهنه بللې او له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې د دې لاس وهنې د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا په خپل لومړي مخ کې د ځینو هغو وکیلانو نومونه اخستي، چې د ورځپانې په وینا د ایران له خوا پیسې ورکړل شوي، څو د ستراتیژیکو اړیکو د سند د تصویب د مخنیوي لپاره هڅې وکړي.

ورځپاڼې د یوې حکومتي سرچینې په حواله لیکلي، چې ایران د دې کار لپاره د ولسي جرګې یو غړي حضرت علي ته پنځه ویشت میلیونه ډالره ورکړي، څو په نورو وکیلانو یې هم وویشي.

ورځپاڼه لیکي، چې ستار خواصي، شهزاده شاهد او سید حسین عالمي بلخي هم د هغو وکیلانو په ډله کې دي، چې د ستراتیژیک سند د ردولو هڅې کوي.

ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې لیکلي، چې د کابل او واشنګټن ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو سند د ګاونډیو د پراخو هڅو سره سره د دواړو هیوادونو د مشرانو ترمنځ لاسلیک شو، خو اوس، چې په ملي شورا کې خپل قانوني پړاوونه تیروي، نو د ایران او پاکستان هڅو نور هم زور اخستې دی.

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې ایران د ستراتیژیک سند د تصویب د مخنیوي لپاره پنځه ویشت میلیونه ډالره ځانګړې کړي.

دې ورځپاڼې هم لیکلي، چې د ولسي جرګې په یو شمېر غړو دا پیسې ویشل شوي، څو په جرګه کې د ستراتیژیک سند د تصویب مخنیوی وکړي.

ورځپاڼې لیکلي، چې ایران که له یوې خوا د دغه سند د تصویب د مخنیوي لپاره وکیلانو ته پیسې ورکړي، له بل لوري یې د رسنیو د تمویل په وسیله د خپل نفوذ د پراخولو پراخې هڅې هم کوي.

ورځپاڼې د ځینو نړیوالو اژانسونو د رپورټ په استناد لیکي، چې د افغان رسنیو په دریو کې یوه برخه د ایران له خوا تمویلیږي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG