د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۲

د ترکمنستان د ګازو د پروژې مخې ته خنډونه شته


د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د پايپ لاين د تيريدو پر پروژې ټولو خواوو موافقه کړې ده خو ګڼې ستونزې لاهم مخې ته پرتې دي.

په سيمه کې ثبات د ترکمنستان د ټپي د طبعي ګازو د پروژې په مخې کې ستر خنډ دي او له تيرو اتلسو کلونو راهيسې همدا ستونزه شته او د پايپ لاين د تيريدو مخه يې نيولې ده.

دغه پايپ لاين چې يو زر اتلس کيلومتره اوږد دي څه باندې اووه سوه کيلومتره د افغانستان له لويديځ او جنوبه تيريږي. دا هغه سيمې دي چې طالبان پکې ډير فعاله دي.

دا پايپ لاين بيا د پاکستان له بلوچستان تيريږي له هغه ځايه چې له تيرو نهو کلونو پکې په زرګونو کسان د بيلتون غوښتنې د هڅو او فرقه اي شخړو له امله پکې وژل شوې دي. په بلوچستان کې بلوچ بيلتون غوښتونکي د پاکستان دننه د ګازو نل ليکي وخت په وخت خرابوي.

د پاکستان د مالې وزارت پخواني سلاکار ثاقب شيراني وايي، د ترکمنستان د ګازو پايپ لاين به هم د سيمې او هم په نړيواله کچه سيالان خراب کړي.

واشنګتن چې له نويمو کلونو راهيسې د ټپي د پروژې ملاتړ کوي په وروستيو کې اسلام اباد او نوي ډيلي وهڅاوه چې په هغو خبرو کې برخه وانخلي چې د ايران، پاکستان او هند تر منځ د ګازو د پايپ لاين په اړه کيږي. د مارچ په مياشت کې د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن وويل، د ايران د ګازو د پروژې پر سر به پاکستان د امريکا له لورې له سختو عواقبو سره مخامخ شي.

خو له دې سره سره ثاقب شيراني وايي چې اسلام اباد لاهم د ټپي پروژې په تناسب د ايران، پاکستان او هند پروژه غوره ګڼي:
« د ټپي د پروژې په اړه اکثر پاکستاني چارواکي شک کوي او دوهمه خبره دا ده چې زموږ په ګټه دا ده چې د ايران او پاکستان ترمنځ پايپ لاين وي په ځانګړې توګه چې هند هم پکې وي. دا ډيره ممکنه ده او ژر کيداي شي»

د ټپي د پروژې لپاره د پيسو په برخه کې د اسيا پراختيايي بانک رامخته شوي او څو ميليونه ډالر يې د تخنيکي همکارۍ لپاره تيارې کړې دي خو د دې پروژې لپاره ډيرې پيسې پکار دي.

شيراني وايي چې د ټپي د پروژې څلور واړو هيوادو د پيسو په برخه کې ژمنه نه ده کړې. په دوه زره اتم ميلادي کال کې د دې پروژې لګښت اووه اعشاريه شپږ ميليارډه ډالر اټکل شوې و خو اوس داسې اټکل کيږي چې دولس ميليارډه ډالر به پرې مصرف شي.

يو شمير امريکايي چارواکو دې ته اشاره کړې ده چې ښايي د انرژۍ ځيني کمپنۍ راوړاندې شي. خو شيراني شک کوي، دي وايي چې تر هغو چې د افغانستان امنيت نه وي ښه شوي څوک به زړه ښه نه کړي.
XS
SM
MD
LG