د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

د بخښنې نړېوال سازمان د افغانستان پر وضعیت تمرکز کړی


د بخښنې نړېوال سازمان (Amnesty International) په نړۍ کې د بشري حقونو د څرنګوالي په اړه په کلني رپوټ کې د افغانستان پر وضعیت تمرکز کړی دی.

د دې سازمان په وینا، په افغانستان کې د نجونو د تعلیم او د ښځود سیاسي فعالیتونوپه اړه پرمختګ شوی، خو ستونزې زیاتې دي.

دې سازمان په خپل کلني رپوټ کې ویلي دي ، چې په پاکستان کې د مذهبي اقلیتونو د ځپل کیدو او د بشري حقونو د څرنګوالي اړه اندیښه لري.

د عفوې نړېوال په سوریه، عراق، د مرکزي اسیا په هېوادونو او روسیه کې هم د بشري حقونو د څرنګوالي په اړه تبصره کړې ده.

د اسیا د جنوب لپاره د عفوې د نړېوال سازمان مرستیالې، پالي ترسکات د ازادۍ راډیو سره په ټیلیفوني مرکه کې وویل، چې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د څرنګوالي په اړه اندیښنې زیاتې دي،دې وویل:

(ډير افغانان د امنیتي ځواکونو کمزورتیا ته د یوه زیاتیدونکې خطر په سترګه ګوري.

د افغانستان د امنیتي ځواکونو لپاره د استخدام پروسه معیاري نه ده.

دې په امنیتي ځواکونو کې د طالبانو او نورو ډلو نفوذ ته لاره پرانیستې ده. بله ستونزه د افغانستان په حکومت کې د یوشمیر داسې کسانو شمولیت دی، چې په جنګي جنایتونو کې لاس لري. هغوي تر اوسه عدالت ته نه دي راوستل شوي.

د عفوې نړېوال سازمان د جنګ د جنایاتو له نړېوالې محکمې غواړي چې په افغانستان کې د جنګي او بشري ضد جنایتونو په اړه تحقیق وکړي.)

په لندن کې د عفوې د نړېوال سازمان د اسیا د څانګې مرستیالې مشرې زیاته کړه: د افغانو نجونو د تعلیم، د مطبوعاتو د ازادۍ او په ټولنه کې د ښځو په فعالیتونو کې پرمختګ شوی دی، خو تهدیدونه لا هم شته،دې وویل:

(سره له دې چې زیات شمېر افغانې نجونه ښونځي ته ځي، خو پر ښونځیو حملې لا هم روانې دي.

زیات شمېر نجونه په وروستیو کې مسمومې شوې، د خپلواکو مطبوعاتو په اړه وینو چې ژورنالیستان د حکومتي چارواکو او نورو کسانو له خو له تهدیدیږي.

په پارلمان کې د ښځو د استازیتوب په اړه دا اندیښنه شته، چې له طالبانو سره د سولې په معامله کې به د افغانو ښځو موقف څه وي؟ په اوسنیو مذاکرو کې، د ښځو له هڅو سره هم، هغوي څنډې ته شوې دي.)

د عفوې د نړېوال سازمان دې چارواکې له طالبانو سره د حکومت د سولې په مذاکروکې دښځود رول په اړه زیاته کړه، چې طالبان په هغو مذاکرو کې برخه نه اخلي چې ښځې موجودې وي.

ښځې په لارو کوڅو کې سوله ایزې مظاهرې کوي، تر څو د سولې په خبرو ې ونډه ورکړه شي، خو ولس مشر حامد کرزی ډيره پاملرنه نه ورته کوي.

د عفوې د نړېوال سازمان د اسیا د څانګې د دې مسولې په وینا، په افغانستان کې دا وضعیت د ښځو راتلونکی موقف له جدي خطر سره مخامخ کولای شي.
XS
SM
MD
LG